عطا محمد نور له ګوښه کیدو سره موافقه وکړه
۱۳۹۷ فروردین ۲, پنجشنبهتر میاشتو جنجالونو وروسته د بلخ ولایت ګوښه شوي والی عطا محمد نور، چې تر دې مخکې یې د ولسمشر غني د فرمان پر اساس د خپلې دندې له پریښودو څخه انکار کاوه، د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ارګ له خوا یې د شرایطو تر منل کیدو وروسته، د خپل مقام د پریښودو پریکړه کړې ده. هغه زیاته کړه چې د پارلمان اوسنی غړی او د بلخ پخوانی والی اسحاق رهګذر به یې ځای ناستی شي.
نور په مزارشریف ښار کې خپلو پلویانو ته په یوې وینا کې وویل: «اوس چې مو غوښتنې منل شوې دي، ما پریکړه کړې ده چې له دندې ګوښه شم.»
خو نور ټینګار وکړ چې په مزارشریف کې به پاته شي او د سیاست په ډګر کې به هم ښکیل وي. د نوې موافقتنامې له مخې به په بلخ کې داسې یو کس د امنیې قوماندان په توګه وګومارل شي چې نور ته د منلو وړ وي. پر دې سربیره به هغه د ملي یووالي حکومت ته د معارف د وزیر او همداراز په قزاقستان کې د افغانستان د سفیر په توګه کسان معرفي کړي.
د نور او ملي یووالي حکومت د مشرانو تر منځ دغه موافقه د دواړو اړخونو تر منځ میاشتني کړکیچ ته د پای ټکی ږدي. له دې سره د ولسمشر غني هغه ستونزه هم تر یوه حده پورې حل شوې ده چې ویل کیږي نه شي کولای پر سیمه ایزو ځواکمنو کسانو باندې خپل حکمونه ومني.
د بلخ او کابل تر منځ شخړه تر هغه وروسته رامنځ ته شوه چې د ولسمشر اشرف غني ویاند اعلان وکړ چې غني د عطا استعفا منلې ده او دا چې د بلخ ولایت له پاره به یو نوی والي وټاکل شي. تر دې څو ورځي وروسته نوی والی هم معرفي شو خو نور د هغه د کار او بلخ ته د راتلو مخه ونیوله او ټینګار یې وکړه چې یوازې په هغه صورت کې چې د غني او جمیعت اسلامي ګوند تر منځ موافقه رامنځ ته شي، له خپلې دندې ګوښه کیږي.
په تیرو څو میاشتو کې بلخ ته له بیلابیلو ولایتونو څخه د نور پلویان راتلل او ده هم هره ورځ په خپلو ویناو کې د ملي یووالي حکومت پر مشري باندې سختې نیوکې کوي. ویل کیږي چې هغه له دې سره د افغانستان په راتلونکې ولسمشریزو ټاکنو کې خپل نقش لا پسې پیاوړی کړ.
نور له تیرو دیارلسو کلونو راهیسې د بلخ والي وو، چې د منتقدینو په خبره په دې موده کې يې ډیره شخصي پانګه راټوله کړې ده. پر دې سربیره هغه د جمعیت ګوند یو له پیاوړو څیرو څخه هم دی.