1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراق په سوریې کې د داعش پر مرکزونو بمبارۍ کړې

۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۶, یکشنبه

د عراق جنګي الوتکو په کورنۍ جګړه کې ښکيل ګاونډي هیواد سوریه کې د «اسلامي دولت» ډلې پر مرکزونو بمبارۍ کړي. د عراق د لومړي وزیر حیدر العبادي، دفتر دغه هوایې بریدونه تائيد کړي.

https://p.dw.com/p/2xFvZ
Syrien Ost Ghouta Luftangriff
انځور: picture-alliance/AA/M. Abu Taim

د آلمان خبري آژانس د عراق د لومړي وزیر حیدر العبادي، له دفتر څخه د یوې خپرې شوې بیانیه په حواله د یکشنبې په ورځ لیکلي دي چې هوایې ځواکونو دغه عملیات د عراقي حکومت د مشر په امر ترسره کړي دي.

په دې ترڅ کې په سوریې کې د داعش یا «اسلامي دولت» ډلې د قوماندانانو پر یوه مرکز بمبارۍ شوي دي.

په بیانیه کې زیاته شوی ده چې د عراق پولې بلې غاړې ته د پرتې دشیشه سیمې سویل لور ته یو مهم هدف په نښه شوی دی. د برید په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي. د عراق هوایې ځواکونو تیر کال هم د داعش پر مرکزونو بریدونه کړي ول خو وروستي برید په خپل ډول کې لومړی دی.

داعش چې په ۲۰۱۴ او ۲۰۱۵ م کلونو کې یې د عراق او سوریې ډیرې سیمې تر خپل کنترول لاندې راوستي وې او په وینا یې د «خلافت» اعلان یې کړی وو، په دې وروستیو وختونو کې د امریکا متحده ایالاتو په مشرۍ پوځي ائتلاف له خوا له ډیرې سختې ماتې سره مخامخ شو.

د بغداد حکومت ویلي دي چې د دشیشه کلي په اطرافونو کې د داعش د مشرۍ پر مرکزونو هوایې بریدونه د سوریې له حکومت سره تر اړیکې نیول کیدو وروسته او د دمشق حکومت په خوښه ترسره شوي دي.

عراق تیر کال د دسمبر په میاشت کې په خپل هیواد کې د داعش پر وړاندې د بریالیتوب اعلان کړی وو. په دې بریالیتوب کې د امریکا په مشرۍ د «اسلامي دولت» پر ضد د رامنځته شوي پوځي ائتلاف هوایې بریدونو هم ډیر مهم رول لوبولی وو.

د کارپوهانو په حواله د سوریې په خاوره کې د عراق د هوایې ځواکونو د بریدونو یو پسمنظر دا هم دی، چې په عراق کې تر ماتې وروسته داعش د سوریې په سرحدي سیمو کې کوچنۍ ډلې او مرکزونه جوړ کړي دي چې له هغه ځایه بیا د عراق په مختلفو برخو کې خونړي بریدونه ترسره کوي.