1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عراق تر ټاکنو وروسته: د بې باورۍ او يووالي د هيلو ترمنځ

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۴, دوشنبه

ډيرو عراقيانو په ټاکنو کې گډون و نه کړ. دوی د فساد او خيش خورۍ له سياسته ستړي دي. خو په عراق کې يو نوی سياسي کلتور پر غوړيدو دی چې ايديالوژيکي او مذهبي سرحدونه په نظر کې نه نيسي.

https://p.dw.com/p/2xfjS
Parlamentswahlen im Irak Muktada al-Sadr
انځور: picture-alliance/dpa/AP/H. Mizban

د عراق د پارلماني ټاکنو د لومړيو نتایجو پر اساس د بانفوذه شیعه واعظ مقتدی الصدر ائتلاف مخکښ دی. د انتخاباتو کميسیون په حواله  په هغو لسو ولايتونو کې چې تر اوسه پکښې رای شمیرل شوي دي، د نوموړي ائتلاف په څلورو کې لومړی مقام خپل کړی دی. په دې کې بغداد هم شامل دی. دويم مقام شيعه مليشو ته نزدې ائتلاف خپل کړی دی. ويل کيږي چې دا ائتلاف له ايران سره هم ښې اړيکې لري. د لويديځ د خوښې کانديد شيعه مذهبه لومړی وزير حيدر العبادي او د هغه د ائتلاف چې د «بري ائتلاف» په نامه يادیږي، د ناکامۍ له گواښ سره مخامخ دی.

خو د ټاکنو په ورځ (د ۲۰۱۸ م کال د مي ۱۲ نيټه) د ټاکنيزو مرکزونو څخه د حيدر العبادي د مخکښوالي خبرونه ورکول کيدل. که چیري دی بريالی کيږي نو د رای ورکونکو له خوا به له زياتو انتظاراتو سره مخامخ کيږي. په دې ټاکنو پوري د عراقيانو د يوه نوي سياسي کلتور د رامنځته کيدو هيلې تړلې دي.

پر سياستوالو بې باوري

د عراق د سياسي چارو کارپوه مشرق عباس په «الحيات» نومې ورځپاڼه کې د خپلو هيوادوالو غوښتې او تصورات داسې سره راټول کړي: «نور د سياسي پروگرامونو په ارزانه او وړيا توگه د خرڅلاو دا پخواني بازارونه بايد وتړل شي.» سياستوال بايد د څوکيو او مقامونو پر ځای د هغو سيمو چې دوی یې استازيتوب کوي او د خپل هيواد د سوکالۍ غم وخوري. نوموړی زياتوي چې دوی بايد دا هڅه ونه کړي چې له رای ورکوونکو څخه په پټه له هغو سياسي تجارانو سره اړيکې ټينگې کړي چې د خپل قدرت د خوندي کولو له پاره له هغوی سره مالي مرسته کوي.

زياتره عراقيان پر خپلو سياسي استازو باور نه لري. په ټاکنو کې د کابو ۴۵ سلنه رای ورکوونکو گډون دا خبره ښه روښانه کړه.

Parlamentswahlen im Irak Haider al-Abadi
د عراق برحاله لومړی وزیر حيدر العباديانځور: picture-alliance/dpa/AP

لږه ايديالوژي، ډير پراخوالی

په عراق کې د پارلماني ټاکنو د مخه د داعش ترهگرې شبکې ته پوځي ماته بيا لږ تر لږه د يوه بنسټيز بدلون د پيل اشاره وه. په دې توگه د هغو کابو ۷۰۰۰ کانديدانو څخه چې په بيلا بيلو ائتلافونو کې یې ځانونه د پارلمان څوکيو ته کانديد کړي ول، تقريباً ۲۰۰۰ یې ښځې وې. دوی ۸۳ څوکۍ يعني د پارلمان د ټولو څوکيو څلورمه برخه لري.

په ۲۰۰۳ م کال کې د امريکا تر يرغل وروسته کلونو کې په عراق کې کورنۍ جگړې ته ورته وضعيت کې د عراق په ټولنه او سياست کې سخت دريځو پښې ټينگې کړې وې. خو اوس لږ بل څه ترسترگو کيږي. ډير غورځنگونه او سياسي گوندونه چمتو دي چې مذهبي او نژادي تړاونه له منځه يوسي.

د ټاکنو په ترڅ کې د ټولو گوندونو او اړخونو سياستوالو اړونده سگنالونه ورکړل. لومړي وزیر حیدر العبادي چې شيعه مذهبه دی، د هيواد ټولو ۱۸ ولايتونو ته سفرونه وکړل او په هغو سيمو کې یې هم انتخاباتي غونډي وکړې چې سني مسلمانان پکښې اکثريت دي. د عبادي د دې چلن څخه ښه هر کلی وشو.

خو يوازې کردانو ځانونه يو څه شا ته نيولي ول. دوی د نوموړي ښه نه وايي. دغه لومړي وزیر د کردانو له خپلواکۍ سره مخالفت ښوولی وو. د ۲۰۱۷م کال د سبتمبر مياشتې ريفرندم د عراق د سترې محکمې له خوا غير قانوني وبلل شو.

له ایران څخه اندېښنه

خو يوې سياسي ډلې د ډيرو عراقيانو له پاره سر خوږی جوړ کړی دی: په اصلاح «ولس تحريکونکي ځواک».  دا د ۴۰ اکثريت شيعه مليشه يي ډلو ائتلاف دی چې د داعش پر ضد جگړه کې یې د عراقي ځواکونو ملاتړ کاوه او داعش ته په ماته ورکولو کې یې ستر نقش لاره.

ډير عراقيان په دې عقيده دي چې دغه ډلې ښايي د وخت په تیریدو سره د ايران تر نفوذ لاندې راشي چې د سوریې په جگړه کې هم په پراخيدونکي ډول قوي رول ولري. خو د دې ائتلاف استازي وايي چې دوی به يوازې د عراق د گټو له پاره کار کوي. خو تر ۱۵ کلنې جگړې او زرو زياتي وروسته د بې باورۍ له منځه وړل، ستونزمن کار دی.

(B.S/N.Z )Knipp, Kersten