«عبدالسلام د نورو بریدونو په هڅه کې وو»
۱۳۹۵ فروردین ۲, دوشنبهد بهرنیو چارو وزیر دیدیر رایندرز، ویلي دي چې د پاریس د بریدونو اصلي طراح صلاح عبدالسلام، غوښتل چې د بلجیم په پلازمېنه کې هم بریدونه وکړي. هغه څو ورځې مخکې په بروکسل کې ونیول شو.
هغه د شنبې په ورځ وویل: «هغه [عبدالسلام] چمتو وو چې په بروکسل کې هم کوم کار وکړي. او دا اټکل یو حقیقت دی، ځکه موږ په لومړنیو څېړنیو کې ډیري وسلې، درنې وسلي موندلې دي او د هغه په شاوخوا کې مو په بروکسل کې یوه شبکه هم کشف کړې ده.»
عبدالسلام اوس د نومبر میاشتې پر ۱۳مه نیټه په پاریس کې د بریدونو په تړاو د «ترهګري» په تور د پروژ په سیمه کې په یوه زندان کې ساتل کیږي. په پاریس کې بریدونو۱۳۰ کسان ووژل.
هغه په بلجيم کې زېږېدلی او د فرانسې تابعت لري. هغه د پولیسو د یو لړ عملیاتو په پایله کې په بروکسل ښار کې ونیول شو. هغه ښایی څیړونکو ته ویلي وي چې د پاریس د بریدونو پر مهال یې غوښتل د «ستاد دو فرانس» په سیمه کې ځان والوزوي خو په وروستیو شیبو کې یې له دې کاره ډډه وکړه.
په عین حال کې د عبدالسلام مدافع وکیل، ویلي دي چې هغه به فرانسې ته د خپل استول کیدو پروړاندي مقاومت وکړي. هغه زیاته کړې ده چې د څارنوالۍ پر وړاندې یې هم ځکه شکایت کړی دی چې د هغه د موکل اظهارات یې رسنیو ته ورکړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د عبدالسلام تر نیول کیدو وروسته، انترپول ګواښ کړی دی چې اروپايي هیوادونه باید خپل کنترول ډیر کړي، ځکه د هغوی په خبره د عبدالسلام همکاران ښايي د تیښتې په هڅه کې وي.