عباس: ISI د حقاني سره اړيکي لري، خو ملاتړ يې نه کوي
۱۳۹۰ مهر ۳, یکشنبهوروسته تر هغه چي واشنګتن تور ولګاوه چي اسلام آباد د افغانستان د خاوري په دننه کي پر امريکايي هدفونو باندي د حقاني د ترهګري شبکې څخه ملاتړ کوي، د پاکستان د پوځ مشر، اشفق کياني نن د لوړ پوړوقوماندانانو يوه ځانکړي غونده دايره کړه.
د پاکستان د پوځ دغه بيړنۍ غونډه د متحده ايالاتو د هغو تورونو په وړاندي د غبرګون په توګه دايريږي، چي ګواکي د پاکستان استخباراتي اداره، ISI، د حقاني د ترهګري شبکې څخه ملاتړ کوي.
کياني چي نن ناوخته لندن ته ځي او هلته د ستراتيژيکي مطالعاتو او دفاعي څيړنو سلطنتي انستيتوت ته وينا کوي، د خپل پوځ د قوماندانانو د غوندي مشري په غاړه لري.
د پاکستان د پوځ لوړ پوړي قوماندان په غوصه سوي دي، او وايي چي امريکا متحده ايالات غواړي په افغانستان کي د جګړې له امله د رامنځ ته سوو ستونزو ملامتيا پر نورو واچوي.
د پاکستان د پوځي چارو کارپوه متقاعد جنرال، طلعت مسعود وايي: «دغه غونډه د کړکيچ د بد ورګي غټه نښانه ده.» نوموړي په خپله ارزونه کي زياتوي: « هغوی يعني قوماندان به يو اعلاميه خپري کړي ترڅو د پوځ په دننه کي د يو والي او پيوستون نښانه ښکاره کړي.او وښيي چي دوی سره يو موټي دي.»
له دغي غونډي څخه مخکي کياني د امريکا متحده ايالاتو د مرکزي قوماندانۍ له قوماندان، جنرال جيمزان متيز سره وليدل. خو د پاکستان د پوځ وياند، تورن جنرال، اطهرعباس، وويل چي دغه ليدنه کتنه او د پوځ د قومانداني ننۍ غوڼده يو د بل سره کوم «تړاو» نه لري.
د پاکستان د پوځ نوموړي وياند د متحده ايالاتو له تلويزوني شبکي، سي ان ان، سره په يوه مرکه کي وويل، چي استخباراتي اداره، ISI د حقاني له شبکي سره اړيکه لري، خو د دغي شبکي له ترهګرۍ څخه ملاتړ نه کوي.
اطهر عباس وويل: «هره استخباراتي اداره ددې ليواله ده چي له يوې مخالفي ډلي، يا ترويستي ډلي او نور داسو ډلو سره د مثبت هدف په مقصد اړيکه ولري.»
هغه زياته کړه:«خو د سولي لپاره د لاري د برابرولو په مقصد د اړيکو د ساتلو او د يو متحد پر ضد د ملاتړ تر منځ ډير زيات توپيردی.»
د متحده ايالاتو پوځي مشران وايي، چي پاکستاني پوځ له ځان څخه داسي نښه نښانه نه ده ښودلي، چي د خپلي خاوري په دننه کي دي د حقاني شبکې د ټکولو لپاره په اقدام لاس پوري کړي او حتي له واشنګتن سره د خپلو اړيکو د خراپيدو پروا هم نه کوي.
د متحده ايالاتو د پوځ لوی درستيز، مايک مولن د تيري پنجشنبې په ورځ د پاکستان استخباراتي اداره، آی اس آی، تورنه کړه، چي په کابل کي د متحده ايالاتو پر سفارت باندي د سپتمبر د 13 نيټې د بريدونو او د وردگو په ولايت کي د يوې لارۍ په واسطه د بمي حملي چي په نتيجه کي 77 امريکايي سرتيري ټپيان سول، په پلانونو کي د حقاني له ډلي سره مر سته کړې ده.
د پاکستان د پوح مشر اشفق کياني دغه تورونه رد کړي، او وايي چي، دا بې ځايه ادعاوي دي او د هغو عامه ملامتيا يوه برخه ده چي، هدف يې په افغانستان کي د سولي د پروسې شنډول دي. د پاکستان صدراعظم، يوسف رضا ګيلاني هم دغه ډول يوه وينا پرون کړې ده.
د هغه له خوا په يوې ليکل سوي وينا کي راغلي دي: « موږ په کلکه توګه هغه تورونه ردوو چي ګواکي د حقاني له ډلي او يا په افغانستان کي د پرديو د ګتو د ساتني لپاره د يوې جګړې سره مرسته کوو.»
تردې مخکي د متحده ايالاتو د دفاع وزير، ليون پانتيا خبرداری ورکړ، که چيري پاکستان د حقاني ډلي د له منځ وړولو لپاره اقدام و نه کړي متحده ايالات به په يو اړخيزه توګه د پاکستان د خاوري په دننه کي په پوځي عملياتو لاس پوري کړي.
د دې ډول وينا په وړاندي د پاکستان د بهرنيو چارو وزيري پرون غبرګون ښکاره کړاو وويل چي هيڅ هيواد حق نه لري، د پاکستان د خاوري په ننه کي مداخله وکړي.
نوموړي دغه خبره د پاکستان له يوې شخصي تلويزيوني شبکې سره په مرکه کي ياده کړه.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل