1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عام وگړي:د تور ليست پر دوو برخو ويشل گټه نه لري

۱۳۹۰ خرداد ۲۶, پنجشنبه

يو شمير افغانان د ملګرو ملتونو د امنيت شورا له تور نوم لړ څخه د طالبانو او القاعدي ډلي د مشرانو بېلول ناشونی کار بولي. د ملگرو ملتونو د امنيت شورا په پلان کي لري چي پر دې باندي د جمعې په ورځ بحث وکړي.

https://p.dw.com/p/11au5
د جگړو له لاسه بېځايه سوي کورنۍ
د جگړو له لاسه بېځايه سوي کورنۍانځور: AP

د سې شنبې په ورځ يوه غربي ډيپلومات ويلي چي د طالبانو او القاعدي له پاره د ملګرو ملتونو تور نوم لړ پر دوو بيلا بيلو برخو ويشل، طالبانو ته يو خاص پيغام ورکوي چي اوس نو بايد له القاعدې سره خپلي اړيکي وشلوي او د سولي له بهير سره يو ځای سي.

د چهارشنبې په ورځ بیا ډيپلوماټانو وويل چي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا به د جمعې په ورځ د هغه سازمان د تور ليست څخه د ۲۰ تنو طالب چارواکو د نومونو پر پاکولو باندي بحث وکړي.

خو يو شمېر افغانان بيا په دې نظر دي چي د تور ليست څخه د طالبانو او القاعدې بېلتون ناممکنه کار دی. ځکه د هغوی په وينا، دغه دوې ډلي اوس داسي يو په بل کي سره اخښل سوي چي بېلول يې شونی نه دی.

پخوانی طالب ملا ضعيف وايي چي حکومت اوس امنيت شورا ته د ديرشو طالبانو نوم لړ سپارلی چي سپين يې کړي.

په دغه کسانو کي د سولي د عالي شورا او د کويټي د شورا د يو شمېرغړو پر څنګ د طالبانو له تحريک څخه را جلا سوي يو شمير کابل ميشتي طالب واکمن هم شامل دي.

د هغه په خبره د ده نوم په دغه ليست کي نسته، بلکي د مولوي ارسلا رحماني په څير يو شمير پخوانيو طالبانو نومونه چي اوس په پارلمان، د سولي په عالي شورا او سنا مجلس کي شتون لري په دغه نوم لړ کي ليدل کيږي.

« زما په نظر د تور ليست څخه د طالب مشرانو د نومونو پاکول يو ښه اقدام دی. خو ددې ليست څخه د هغو کسانو نومونه ايستل کيږي چي يا په حکومت، يا په ملي شورا او يا د سولي په شورا کي دي. د جګړيزو طالبانو نومونه نه ځني ايستل کيږي. دا اقدام د سياسي اهدافو له پاره دی نه د بشر دوستۍ له پاره. دا کار به د سولي په لار کي يو کوچنی خنډ پورته کړي خو نور خنډونه به همداسي پرخپل ځای پاته وي».

امريکا او برتانيه هم د ملګرو ملتونو امنيت شورا ته د جون مياشتي تر پايه پوري وخت ورکړی چي ګڼ شمير طالبان له تور ليست نه وباسي او اوس داسي ښکاري چي دغه طالب مشران به د سولي د خبرو اترو مهمه برخه وګرځي او د جرمني د بن ښار په راتلونکي غونډه کي به هم ګډن وکړي.

خو يو افغان صفت الله ذاهدي بيا په دې باور دی چي لومړی بايد هغه طالبان چي نومونه يې له تور ليست څخه ليري کيږي تشخيص سي، چي آيا هغوی له خپلو کړنو پښيمانه دي او که به بيا هم د بغاوت لاره خپلوي.

که څه هم ډيری خلک له تور نوم لړ څخه د القاعدې او طالب چارواکو د نومونو بېلول کارنده ګام نه بولي خو د سياسي چارو مبصر عصمت قانع بيا وايي چي دغه ګام ډير بد نه دی.

« اوس چي نړۍ په دې پوه سوې چي ټول افغاني جهتونه د تفاهم په ميز سره کښيني، دا يوه فايده لري يو ښه کار دی چي يو افغاني جبهيز اړخ له جګړې را جلا سي او د افغان دولت يوه برخه وګرځي.»

کارپوهان په دي باور دي چي د افغانستان کشاله د جګړې له لاري نسي هواريدای او اوس امريکايان هم همدا خبره کوي.

ميرويس جلالزی/ کابل

کتونکی: نجيب الله زيارمل