عام وگړي: په کندهار کي کوچنۍ افغانۍ نه چليږي
۱۳۹۱ آبان ۳۰, سهشنبهتراوسه معلومه نه ده چي دا اوازې له کومه خپرې سوي دي، خو عامو خلکو ته يې سخته ستونزه جوړه کړې ده او پر کاروبار يې هم خپل سيورى غوړولى دى.
د کندهار ښاريان وايي، چي دوى په رسمي ډول خبرتيا نه ده اورېدلې، لاکن چي هر چاته د افغانۍ، دويي او کاغذي پنجي د سودا اخيستلو له پاره وړاندي کړي، څوک يې نه اخلي. د کندهار يو تن اوسېدونکی چي نه غواړي نوم ئې واخيستل سي وايي:
«چي هر دوکاندار يا موټروان ته پيسې ونيسو، نه يې غواړي او وايي دا ناچله سوي دي. اوس موږ حيران يو چي په دې پيسو څه وکړو. دغه ما سړي ته تر زرو زياتي دغه پيسې پرتې دي خو خلک يې نه چلوي.»
دغه ډول کاغذي افغانۍ له هغو هټيوالو سره ډېري همداسي ناچله پاته دي، چي د کوچنيانو خوراکي او د لوبو شيان پلوري. دغه دوکانداران وايي، چي سخت يې تاواني کړي دي او يوازي يې په صرافۍ مارکېټ کي صرافان د کلدارو په بيه ځني غواړي.
خو په کندهار کي د صرافانو په استازيتون عبدالباري وايي، چي دوى ځکه د ميده کاغذي افغانيو اخيستلو ته زړه نه ښه کوي، چي په خبره يې بانکونه له دوى څخه په حوالو کې د غټو نوټونو غوښتنه کوي او د کوچنيو پيسو په اخيستلو کي ناغيړۍ کوي:
«دا ټوله ستونزه بانک جوړه کړې ده، کله چي موږ کوم ځاى ته پيسې حواله کوو نو دوى له موږ څخه يوازي د زر او پنځه سوه افغانيو نوټونه غواړي او په نورو پيسو کي ناغيړۍ کوي.»
د صرافانو استازی زياتوي په دې لار کي دولت ته په کار ده چې په سم ډول د خلکو په دغه ستونزه ځان خبر کړي او په ټينګار سره يوه پرېکړه وکړي، چي د خلکو زړونه پر کراره سي.
خو په کندهار کي (د افغانستان بانک) د څانګي مسئول سردار فضل احمد وايي چي دوى ته هم دا خبره رسېدلې ده، خو په هيڅ صورت کي تراوسه پوري د دغو کاغذي پيسو د ناچله کولو پلان نه لري اونه هم له مرکزي بانک څخه دوى ته په دې اړه لارښوونه سوې ده.
د هغه په خبره، دا د يوشمير پردې پالو کسانو له خوا داسي اوازې خپرېږي، چي افغانۍ کم ارزښته وښيي:
«تراوسه پوري موږ ددې کاغذي نوټونو د بې ارزښته کيدو له پاره کوم تصميم نه لرو اونه د راتلونکي له پاره څه داسي پلان سته. دا اوازې يوازي د شخصي ګټو پربنسټ او يا هم د پرديو له خوا د افغانۍ د ارزښت د راکښته کولو له پاره خپريږي، چي هيڅ قانوني بڼه نه لري او خلک بايد په دې لار کي هيڅ اندېښنه و نه لري، دا کاغذي نوټونه د پخوا په شان په چلښت کي دي.»
په کندهار کي د يوې، دوو او پنځه افغانيو کاغذي بانک نوټونو د ناچله کيدو اوازه په داسي وخت کي خپره سوه چي د دغه ولايت والي توريالي ويسا په يوه غونډه کي ويلي ول چي په کندهار کي دي ټولي راکړي وکړي په افغانيو تر سره سي.
محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل