1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

عاطف مشعل: په سپورت کې د چا پر مخ خپلې دروازې نه بندوو

۱۳۹۶ خرداد ۹, سه‌شنبه

د افغانستان کریکټ بورډ عمومي رئیس په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې پاکستان ته یې د افغان دولت تر اجازې اخیستو وروسته له یوه هئیت سره سفر کړی. هغه وویل چې ټولو هغو هیوادونو سره چې کریکټ پکښي کیږي غواړې لوبي وکړي.

https://p.dw.com/p/2dqB8
Afghanistan Cricket-Board | Schukrullah Atif Mashal
انځور: Afghanistan Cricket Board

د افغانستان کریکټ بورډ عمومي رئیس په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې پاکستان ته یې د افغان دولت تر اجازې اخیستو وروسته له یوه هئیت سره سفر کړی. هغه وویل چې ټولو هغو هیوادونو سره چې کریکټ پکښي کیږي غواړې لوبي وکړي.

د افغانستان کریکټ بورډ عمومي رئیس لطف الله مشعل د سه شنبې په ورځ په کابل کې په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې دوی له پاکستان سره یوازې د اجندا پر نقطو هوکړې ته رسیدلي دي او کوم تفاهم نامه لا تر اوسه لاسلیک شوې نه ده.

عاطف مشعل دغه کنفرانس ټولنیزو رسنیو کې له پاکستان سره د لوبو د ترسره کیدو پر وړاندې د پراخ غبرگون وروسته وکړ. له پاکستان سره د لوبو د تر سره کیدو خبر د افغانستان په ټولنیزو شبکو کې پراخ غبرگونه راوپارولي ول او زیاتره کسانو د دغه لوبو د لغوه کیدو غوښتنه کول. «له پاکستان سره کریکټ نه غواړو» هیش ټیگ دا دوه ورځې په ټولنیزو شبکو کې لاندې باندې کیده. 

د عاطف مشعل په خبره د پاکستان کریکټ بورډ ترې څو وارې غوښتنه کړې وه چې له افغان لوبډلې سره پاکستانۍ لوبډله لوبه وکړي، خو تر ډیره وخته د ده له لوري دغه غوښتنه رد شوې وه. د کریکټ بورډ د مشر په وینا غوښتل یې دغه لوبې د دوه اړخیز تفاهم او دوه اړخیزو گټو په ساتلو سره د یوې پروسې په ترڅ کې پرمخ ولاړې شي.

ښاغلي مشعل په دغه مطبوعاتي کنفرانس کې زیاته کړه: «پر یوه مخ ټولې لارې بندول د سپورت په فرهنگ کې فکر کوم یو افراط به وي.» هغه په خپلو خبرو کې وړاندې وویل چې دوی به په احتیاط گام اخلي او له ټولو کریکټ بورډونو سره غواړي اړیکي وساتي.

د عاطف مشعل په خبره کریکټ یا بل هر سپورت د میني، سولې او یووالي پیغام لري: «موږ نه غواړو چې سیاست او یا نور مسایل په سپورت کې داخل کړو.» هغه همدا راز زیاته کړه چې «دا یوه (د افغانستان کریکټ بورډ) خپلواکه اداره ده او موږ به تل د دې ادارې او د افغانستان گټې په خپلو ټولو معاملاتو کې په نظر کې نیسو، چې دا کار مو په پاکستان کې هم ډیر په جدي ډول په نظر کې نیولی.»

د کریکټ عمومي رئيس وړاندې وویل: «موږ نه شو کولای چې په جزیره کې ځان راگیر کړو. او نه غواړو چې په هیڅ وجه کریکټ د نورو مسایلو ښکار کړو.» هغه زیاته کړه چې هیڅ تصمیم به د ملي گټو خلاف نه وي او په هیڅ وجه به داسې قدم وا نه اخلي چې د ملي گټو پکښې تاوان وي.

د عاطف مشعل په خبره پاکستان کې دوی د خبرو اترو په ترڅ کې د اجنډا پر اتو ټکو توافق ته رسیدلي دي، چې په هغه کې د دواړو اړخونو له لوري یوه یوه دوستانه لوبه ده او دوه طرفه سیریز دی چې دواړه اړخونه به د یو او بل کوربه وي. پر دې سربیره د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې لوبي، همداشان د الف لوبډلې له پاره د سیالیو دوه اړخیزه لړۍ او د ۱۶ کلنو له پاره لوبې شاملي دي. خو په وینا یې یوازې عمومي هوکړه شوې او دواړه کریکټ بورډونه به د پریکړو په تفصیل خبرې کوي او تفاهم نامې به جوړوي.

هغه همداشان وویل چې پاکستان کې د نړیوالو لوبو له پاره د کورني لوبغالي وړاندیز یې نه دی منلی، ځکه چې افغانستان په هند او شارجه کې خپل لوبغالي لري.

عاطف مشعل په دغه خبري کنفرانس کې له افغانانو هم غوښتنه وکړه او ویې ویل: «زه له ټولو افغانانو غواړم چې لوبې ته، سپورت ته، د لوبې او سپورت په نظر وگوري.» او زیاته یې کړه چې نن د پوره غړیتوب لرونکی هیواد په لیوالتیا دا وایي چې موږ له تاسې سره لوبې کول غواړو. مشعل په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې  په سپورټ کې د چا پر مخ خپله دروازه نه تړي.

هغه په دغه خبري غونډه کې د شپږیزي لیگ یادونه وکړه چې د بهرنیو هیوادونو لوبغاړي پکښې اخیستل شوي او د افغانستان د کریکټ له پاره یې د مهم پرمختگ په توگه یاد کړ. مشعل وویل چې له افغان حکومته به د لوبو د امنیت ټینگولو له پاره تدابیر نیولو غوښتنه وکړي.

د مهندر سنگهـ دهوني مهمې بریاوې. له آرشیف څخه د انځورونو گالري (11.01.2017):