1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

عاصمه جهانګیر خاورو ته وسپارل شوه

۱۳۹۶ بهمن ۲۴, سه‌شنبه

په پاکستان کې د بشري حقونو د کمیسیون بنسټ ایښودونکي او د دغه سازمان پخوانۍ مشره، او مدافع وکیله عاصمه جهانګیر د لاهور په بیدیا روډ، سیمه کې خاورو ته وسپارل شوه.

https://p.dw.com/p/2scR8
Pakistan Menschenrechtsaktivistin Asma Jahangir
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali

تر دې دمخه د سه شنبې په ماسپښین د هغې د جنازې مراسم په قذافي ستدیوم کې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې تر سره شول. قذافي ستدیوم ته تلونکې ټولې لارې د ترافیکو پر وړاندې بندې کړی شوي وې.

د هغې جنازه د جماعت اسلامي بنسټ ایښودونکي مولانا مودودي زوی سید حیدر فاروق مودودي وکړه. د هغې په جنازه کې سیاسي او ټولنیزو اشخاصو، وکیلانو، د مدنې ټولنو او بشري حقونو فعالانو او ټولنو د نورو پرګنیو ډیر شمیر خلکو ګډون درلود. پر نورو سربیره د عوامي نیشنل ګوند یو پلاوي هم ګډون درلود. په جنازه کې ډیر شمیر میرمنو هم ګډون درلود.

د عاصمه جهانګیر په هکله د پاکستان د بشري حقونو کمیسیون مشر ډاکټر مهدي حسن د دویچه ویله له ځایي خبریال سره په خبرو کې وویل چې هغې په ۱۹۸۴م کال کې د خپلو څو ملګرو سره د بشري حقونو د سازمان بنسټ کښیود او د خلکو غږ یې پورته کړ: «ژوند او مرګ د خدای په لاس کې دی او مرګ یو حقیقت دی، خو د عاصمه جهانګیر له مړینې سره په پاکستان کې ښایي دا تشه هیڅکله ډکه نه شي.»

د ډاکټر مهدي حسن په خبره عاصمه جهانګیر د قانون د واکمنۍ، د انساني حقونو د ساتلو او جمهوریت د برلاس توب له پاره نه ستړې کیدونکي هلې ځلې کړي. خو په پاکستان کې د هغې منتقدین هم ډیر وو.

Pakistan Begräbniszeremonie des berühmten pakistanischen Rechtsaktivisten Asma Jahangir.
د عاصمه جهانګیر د جنازې مراسم په قذافي ستدیوم کې تر سره شولانځور: DW/Tanvir Shahzad

د دفاعي چارو کارپوه بریګیډیر فاروق حمید له دویچه ویله سره په خبرو کې وویل: «د عاصمه جهانګیر مړینه ډیره د افسوس وړ ده. د هغه پر مړینه موږ ټول خواشیني یو، ځکه چې موږ د قانون د واکمنۍ او بشري حقونو له پاره د هغې د هڅو ملاتړ کوو.»

خو هغه په خپلو خبرو کې دا هم وویل چې عاصمه جهانګیر د خپلو ځینو پالیسیو له کبله په پاکستاني ټولنه کې یو ډول شخړه ایز حیثیت غوره کړی وو: «له هند څخه د هغې ملاتړ او د پوځي اسټیبلشمنټ پر ضد څرګندونې په پاکستان کې ډیرو خلکو نه خوښولې. په ځانګړې توګه د بنګله دیش له حکومت څخه د جایزې تر لاسه کول د ډیرو خلکو له پاره د تکلیف وړ وو. خو له دې سره سره هم زه وایم چې د پاکستاني ټولنې له پاره د هغې خدمتونه د پام وړ دي.»

عاصمه جهانګیر په ۱۹۵۲م کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې زیږیدلې وه. نوموړې د لاهور په کینیرډ کالج کې د لیسانس او بیا یې د پنجاب په پوهنتون کې د حقوقو په څانګه کې لوړې زده کړې وکړې. په ۱۹۸۰م کال کې نوموړې په لاهور ښار کې د پاکستان د سترې محکمې له پاره د وکیلې په توګه په کار پیل وکړ. نوموړې د پاکستان د سترې محکمې د ټولنې لومړنۍ ښځینه مشره وه.

عاصمه جهانګیر چې د بشري حقونو فعاله وه د یکشنبې په ورځ د زړه د سکتې له کبله مړه شوې وه.