طالبانو په قطر کې له ژورنالیستانو او فعالانو سره لیدلي
۱۳۹۵ آذر ۱۲, جمعهدغه درې ورځیني غونډه د دوشنبې په ورځ پیل شوه چې مشري یې په قطر کې د طالبانو د دفتر مشر محمد عباس ستانکزي، کوله.
غونډې ته د لیږل شوو شپږو کابل میشتو خبریالانو او فعالانو په ډله کې د طلوع تلویزن یو ژونالیست هم شامل وو. طالبانو د دغه تلویزیون په ګډون پر رسنیو باندې بریدونه کړي دي.
دغې ډلې د طلوع تلویزیون هم په خپلو پوځي اهدافو کې شامل کړی وو او د جنورۍ په میاشت کې د دې تلویزیون پر کارکوونکو باندې یوه برید د طلوع اووه تنه کارکوونکي ووژل او ۲۳ تنه نور ملکیان یې ټپیان کړل.
د طالبانو د قطر دفتر یوه ویاند سهیل شاهین، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «دا زموږ له پاره مهمه ده چې د خبریالانو د حوادثو په اړه زموږ نظر هم واوري او موږ هم د هغوی اندیښنو ته غوږ شو.»
طالبانو په ۲۰۱۳ کال کې په قطر کې دفتر پرانیست خو دغه دفتر بیا هغه وخت د پخواني ولسمشر حامد کرزي تر سخت مخالفت وروسته وتړل شو. که څه هم د دې دفتر یو اصلي هدف د سولې خبرو اترو ته لار هوارول دي، خو تر اوسه پورې په دې برخه کې هیڅ کوم پرمختګ نه دی شوی.
په غونډه کې د افغانستان د سیاسي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون استاد فیض محمد ځلاند، هم حاضر وو. هغه وویل چې دغه غونډه د خبریالانو او فعالانو له پاره یو چانس وو چې له طالبانو څخه مستقیمې پوښتنې وکړې او له هغوی سره خپلې اندیښنې شریکې کړي.