1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

طالبانو په فراه کې اته پوليس وژلي دي

۱۳۹۶ آبان ۲۲, دوشنبه

یوه افغان چارواکي ویلي دي چې په فراه کې طالبانو اته پولیس وژلي دي. په یوه بله ترافیکي پیښه کې د یوه موټر د چپه کیدو له کبله پنځه تنه وژل شوي او تر۴۰ نور ټپیان دي.

https://p.dw.com/p/2nVW2
Khost Polizeistation
انځور: DW

د فراه ولایت ویاند محمد ناصر مهري، ویلي دي چې طالبانو د دوشنبې په ورځ سهار د فراه ښار ته نزدې د پولیسو پر یوې پوستې باندي برید کړی دی.

مهري زیاته کړې ده چې دغه برید له ۱۰ تر ۱۵ دقیقو پوري دوام وکړ او هغه وخت پای ته ورسید چې سیمي ته اضافي سرتیري ورسیدل. دغه چارواکي زیاته کړې ده چې هغه وخت چې اضافي سرتیري پوستې ته ورسیدل، ملگري يې وژل شوي ول.

مهري روښانه کړې ده چې په پیښه کې یوازي یو پولیس په سطحي توګه ټپي شوی وو، چې بیا وروسته له یاغیانو سره د اړیکې لرلو په تور نیول شوی دی. لا تر اوسه پورې د پیښي پړه کومې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې.

مهري د پیښې پړه پر طالبانو باندي واچوله چې په وروستیو وختونو کې یې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو او اډو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

په یوه بله پیښه کې د کندهار ولایت په ژړۍ ولسوالۍ کې د یوه موټر د چپه کیدو له کبله پنځه کسان وژل شوي او ۴۲ تنه نور ټپیان شوي دي. د کندهار د پولیسو ویاندې مطیع الله هلال، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې دغه موټر د هلمند پر لور روان وو.

د ټپیانو په ډله کې ماشومان او ښځې هم شاملي دي. همداراز تمه کیږي چې د پیښې د تلفاتو کچه به تر دې هم لوړه شي. د هلال په خبره، پیښه له دې کبله رامنځ ته شوې ده چې موټر چلوونکي بې احتیاطي کوله.