1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په فراه ولایت کې یو قاضي وژلی دی

۱۳۹۵ تیر ۵, شنبه

طالبانو په فراه ولایت کې یو قاضي تر برمته کولو وروسته وژلی او بیا یې د هغه مړینندارې ته ایښی دی. طالبانو په وروستیو وختونو کې د افغان حکومت پر کارکوونکو باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/1JDby
انځور: picture-alliance/dpa/R. Weihrauch

د دغه قاضي مړی چې د پنجشنبې په ورځ برمته شوی وو، د جمعې په ماښام ناوخته موندل شوی. د فراه ولایت ویاند ناصر مهري، ویلي دي چې دغه قاضي د پنجشنبې په ورځ له یوه سرویس موټر څخه برمته، او بیا یوې نامعلومې سیمې ته لیږدول شوی وو. مهري زیاته کړې ده چې طالبان دغه قاضي تر برمته کولو وروسته په ډزو وژل وژلی او بیا یې د هغه مړی ځړولی دی.

د مهري په خبره دغه قاضي د فراه ولایت په یوې سیمه ییزې محکمه کې کار کوه چې اوس یې مړی د سره صلیب یوه روغتون ته لیږدول شوی دی.

د رپوټونو له مخې دغه قاضي د فراه ولایت په خاک سفید ولسوالۍ کې وژل او ځړول شوی دی. طالبان اوس د دې ولسوالۍ کنترول په لاس کې لري.

لا تر اوسه پورې طالبانو په رسمي توګه د دغې وژنې پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

طالبانو په مې میاشت کې تر هغه وروسته د افغانستان د قضايي څانګې له کارکوونکو څخه د غچ اخیستلو خبره وکړه، چې افغان حکومت د دې ډلې شپږ غړي د ترهګري په تور په دار وځړول.

د جون میاشتې په پیل کې هم طالبانو په لوګر ولایت کې پر یوې محکمې باندې برید کړی وو چې په پایله کې یې د محکمې د مشر په ګډون اووه کسان ووژل شول.