طالبانو په غزني او بغلان کې اته پولیس وژلي
۱۳۹۷ خرداد ۳۱, پنجشنبهد غزني د والي ویاند عارف نوري ویلي چې د پنجشنبې ورځې د پیل په لومړیو شیبو کې د پولیسو پر یوې امنیتي پوستې باندې د طالبانو په برید کې شپږ پولیس وژل شوي او څلور تنه نور ټپیان دي. نوموړی همدا راز وايي چې د ډزو په تبادله کې لږ تر لږه اوه یاغیان هم وژل شوي دي.
بل لوري ته د ا فغانستان له شمالي ولایت بغلان څخه رارسیدلي رپوټونه هم د امنیتي ځواکونو د مرګ ژوبلې خبر ورکوي. د بغلان د امنیې قوماندانۍ ویاند ذبیح الله شجاع رسنیو ته ویلي دي چې وسله والو طالبانو په دې ولایت کې دوه پولیس وژلي او درې تنه نور یې بیا ټپیان کړي دي. تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې د دغو بریدونو مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کلونو کې وسله والو طالبانو د هیواد په مختلفو ولایتونو کې د یو شمیرو ولسوالیو کنترول په لاس کې اخیستی او پر امنیتي ځواکونو تقریباً هره ورځ بریدونه کوي.
دغه بریدونه او امنیتي ځواکونو ته تلفات داسې مهال اوړي چې حکومت او وسله والو طالبانو یوازې د اختر د دریو ورځو له پاره اوربند نافذ کړی وو. تر دغه درې ورځني اوربند وروسته ولسمشر غني د حکومت له لوري د اوربند موده لس ورځې نوره تمدید کړه او له طالبانو یې هم د ورته اقدام غوښتنه وکړه، خو طالبانو د ولسمشر دغه غوښتنه رد کړه او د جګړې د پیل اعلان یې وکړ.