«طالبانو په بدخشان کې بله ولسوالي نيولې ده»
۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۴, جمعهد افغان ځانګړو ځواکونو یوه ویاند جاوید سلیم د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې د بدخشان د کوهستان ولسوالۍ د کنترول له پاره ۲۴ ساعته سختې جګړې د پنځو پولیسو سرتیرو ژوند اخیستی اودرې تنه نور یې بیا ټپیان دي.
سلیم وايي چې له بدخشان ولایت څخه سیمه ایز او ملي پولیس د ولسوالۍ له مرکز څخه پر شا شوي او ولسوالۍ ته څیرمه په شاوخوا کلیو کې یې سنګرونه نيولي دي. د ځانګړو ځواکونو ویاند سلیم جاوید همدا راز زیاته کړې چې له ولسوالۍ څخه د شاتګ اصلي لامل د تخنیکي ملاتړ او د بدخشان له مرکز فیض آباد څخه د نورو ځواکونو نه رسیدل دي.
د بدخشان د ولایتي شورا غړي محبوب رحمن تلعت هم د کوهستان د ولسوالۍ د سقوط او د تلفاتو پخلی کوي. بل لوري ته بیا د طالبانو یوه ویاند ذبیح الله مجاهد د ټویټر له لارې لیکلي چې د دوی جنګیالیو په دې جګړه کې ۱۵ پولیس وژلي او ۱۴ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د بدخشان ولایت د دې ولسوالۍ سقوط داسې مهال کیږي چې همدا څو اونۍ وړاندې وسله والو طالبانو په ټول افغانستان کې د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پیل خبر ورکړی وو. د طالبانو د عملیاتو له پیل راهیسې په ټول افغانستان کې جګړې او بریدونو یو ځل بیا زور اخیستی دی.
په بدخشان ولایت کې وردوج او یمګان ولسوالۍ له کلونو راهیسې د یاغیانو تر ولکې لاندې دي او د کوهستان ولسوالۍ په سقوط سره يې شمېر ۳ ته ورسېد.
دغه پیښه دقیقاً له هغه وروسته پیښیږي چې همدا څو ورځې وړاندې د افغانستان د بیارغونې له پاره د امریکا د څار ادارې یا «سیګار» په خپل یوه تازه رپوټ کې لیکلي وو چې طالبان د افغانستان د ټولو ولسوالیو له جملې څخه ۱۴،۵ سلنه تر خپل کنترول لاندې لري.
په رپوټ کې همدا راز ویل شوي ول چې د شاوخوا ۳۰ ولسوالیو د کنترول سره د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کيږي. په رپوټ کې همدا راز ویل شوي ول چې د افغانستان پر خراب امنیتي وضیعت سربیره، په دې هیواد کې د امنیتي ځواکونو شمیر شاوخوا ۱۱ سلنه کم شوی دی.