1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو په بدخشان ولایت کې یوه ښځه وژلې

۱۳۹۵ بهمن ۱۳, چهارشنبه

چارواکو د چهار شنبې په ورځ وویل چې طالبانو په بدخشان ولایت کې یو ښځه د جنسي اړیکې په تور په ډزو وژلې ده. تر دې مخکې هم طالبانو په خپلو صحرايي محکمو کې د ښځو پر وړاندې سخت چلن کړی وو.

https://p.dw.com/p/2Wnb1
انځور له ارشیف څخه
انځور له ارشیف څخهانځور: picture-alliance/dpa

د بدخشان ولایت ویاند احمد نوید فروتن، وویل چې امیر بیګم د سه شنبې په ورځ ناوخته په یمګان ولسوالۍ کې د «نامشروع جنسي اړیکې» په تور وژل شوې ده. هغه زیاته کړه: «موږ د هغې د کورنۍ د غړو د سترګو پر وړاندې د امیر بیګم ظالمانه وژنه له کلکو ټکو غندو.»

هغه روښانه کړه چې که لګیدلو تورونو حقیقت لرلی نو باید د یوې رسمي محکمې له خوا یې په اړه پریکړه شوي وای، نه د وسلوالو کسانو له خوا.

په یوې بله پیښه کې بیا د یاغیانو یوه توغندي په هلمند ولایت کې یو ملکي کس وژلی دی. د لشکرګاه ښار په دې پیښه کې د یوه ماشوم په ګډون درې نور کسان ټپیان شوي هم دي. دا برید په داسې حال کې ترسره شو چې د افغانستان اجرائیه وي رییس عبدالله عبدالله، غوښتل چې تر یوه رسمي سفر وروسته له لشکرګاه څخه د کابل په لور روان شي. په پیښه کې کوم افغان چارواکی نه دی ژوبل شوی.

په خوست ولایت کې هم د سړک د غاړې یوه ماین پنځه پولیس او درې ماشومان ټپي کړي دي. په ننګرهار ولایت کې بیا یوه بم یو پولیس او شپږ ملکي وګړي ټپي کړي دي.

لا تر اوسه پورې کومې ډلې د هلمند، خوست او ننګرهار ولایتونو د پیښو پړه پر غاړه نه ده اخیستې.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب