1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو پر کندز له څلورو اړخونو يرغل کړی

۱۳۹۵ مهر ۱۲, دوشنبه

وسله والو طالبانو له څلورو اړخونو پر کندز ښار يرغل کړی دئ. ځيني سرچينې حتی ښار ته د هغوی د ننوتلو ادعا کوي. طالبانو منلې چي پر کندز باندي ئې يرغل پيل کړی دئ.

https://p.dw.com/p/2Qp4C
Afghanistan Baghlan Sicherheitskräfte Armee
انځور: picture-alliance/dpa/A. Omari

په کندز کي د ۸۰۸م پوليسو زون قوماندان رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه يرغل د دوشنبې په شپه ناوخته پيل سوی او وسله والي نښتي د ښار په څنډو کي رواني دي. هغه ويلي دي: «موږ به خپل ټول کوښښ وکړو چي دغه يرغل بيرته پر شا وتمبوو.»

ويل کيږي چي پر ښار باندي څرخۍ الوتکي تا وبالا کيږي او په ښار کي دننه ډزونه اورېدل کيږي.

د کندز ولايت مرکز «کندز ښار» يو کال د مخه لنډ وخت د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلی. له هغه وروسته چي دغه ښار بيرته دولتي ځواکونو ونيو، هر وخت ورباندي د بيا بيا بريدونو خبرونه ورکول کيږي.

پر کندز باندي په داسي حال کي يرغل کيږي چي سبا د سه شنبې په ورځ په بروکسل کي نړيوال مرسته کوونکي له افغان چارواکو سره يو ډېر مهم کنفرانس لري.

له بلي خوا د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د تويتر له لاري په يوه پيغام کي ويلي دي: «نن سهار وختي پر کندز باندي له څلورو اړخونو ستر يرغل پيل سو.»

هغه زياته کړې ده چي د نوآباد سيمه او د پوليسو څلور پوستي د دوی تر کنترول لاندي راغلي دي او څو تنه عسکر وژل سوي دي. تر اوسه پوري کومي بلي سرچينې د طالبانو دغه ادعا تائيد کړې نه ده.

په کندز کي د رويترز خبريال ويلي دي چي لږ تر لږه څلور وسله وال طالبان ئې په ښار کي ليدلي دي.

د کندز د والي وياند محمود دانش، اسوشېتد پريس ته ويلي دي چي امنيتي ځواکونه توانېدلي دي چي د وسله والو طالبانو يرغل بيرته پر شا وتمبوي.

نور مطالب