1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو پر خپله رادیو بمباري د رسنیو پر آزادۍ برید ګڼلی دی

۱۳۹۷ خرداد ۲۳, چهارشنبه

افغان طالبانو په غزني ولایت کې د شریعت ږغ په نامه پر خپلې راډیو باندي بمبار غندلی دی، خو متحدو ایالاتو بیا دغه ادعا رد کړې او وايي چې د افغان هوايي ځواکونو الوتکو د راډیو یو آنتن ويشتلی دی.

https://p.dw.com/p/2zR8s
Handy-Nutzung in Afghanistan Flash-Galerie neu
انځور: AP

طالبانو په غزني ولایت کې د برید په هکله چې د دوی په حواله پنځه امریکايي الوتکو کړی دی، ویلي دي چې د «اسلامي امارت مجاهدین» به د دښمن دغه راز جنایت ته هیڅ زغم ونه ښيي.

په عین وخت کې طالبانو په خپله هم په تیرو وختونو کې پر رسنیو بریدونه کړي. د طالبانو په خپره شوې اعلامیه کې د برید او د بیان پر آزادۍ د برید په هکله راغلي: «د ديموکراسۍ او د بیان د آزادۍ ادعا کوونکو خپله اصلي څیره بربڼده کړه او ویې ښووده چې دوی د خپلو مخالفینو نظریاتو، آواز او رسنۍ ته هیڅ راز درناوی نه لري.»

اعلامیه وړاندي زیاتوي: «دوی [د بیان د آزادۍ او د ديموکراسۍ ادعا کوونکي] یوازې د بیان له آزادۍ څخه د یوه شعار په توګه کار اخلي، څو خپل نظرونه، فرهنګ او استعماري اجنداوې پر بهرنیو ملتونو باندې تطبیق کړي.»

په ۲۰۱۶م کال کې د طالبانو د یوه ځانمرګي بریدګر د برید په پایله د طلوع په نامه د یوې ځايي رسنۍ اووه کارکوونکي ووژل شول. په دې پیښه په طالبانو پوري تړلي یوه ځانمرګي بریدګر له چاودیدونکو توکو خپل ډک موټر د طلوع تلویزیون د کارکوونکو له انتقالوونکي موټر سره وجنګاوه او ځان ته یې چاودنه ورکړه. تر دې وړاندې طالبانو خبرداری ورکړی وو چې خبریالان د دوی د بریدونو له پاره موجه یا قانونی هدف دي.

Radio Khyber in Fata
(انځور له آرشیف څخه)انځور: DW/D. Baber

بل لوري ته په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت یو ویاند د طالبانو له لوری په دې برید کې د الوتکو شمیر ته اشاره کړې. د ناټو د ماموریت ویاند ډګرمن مارتین اوډونیل په دې هکله وویل: «په دې [برید] کې پنځه امریکايي الوتکوې نه، بلکي د افغانستان هوايي ځواکونو دوه A-29 ډوله الوتکو برخه اخیستې وه چې د جون میاشتې پر لسمه نیټه یې د رادیو پر یوه انتن برید کړی.»

دا په داسې حال کې ده چې له ۲۰۰۱م کال راهيسي دغې ډلې د حکومت له لوري د لنډ مهاله اوربند په ځواب کې یوازې د اختر د دریو ورځو له پاره اوربند اعلان کړ، خو وايي چې پر بهرنیانو به بریدونه ادامه ولري.

د حکومت د اوربند د عملي کیدو په لومړۍ ورځ د افغانستان په مختلفو برخو کې د طالبانو په بریدونو کې په لسونو امنیتي ځواکونه وژل شوي او یو شمیر نور یې بیا ټپیان شوي دي.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزي له دویچه ویله سره په یوه مرکه د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د اوربند ستاینه کړې او پر دواړو لورو یې د سولې د خبرو پیلولو غږ وکړ.

په افغانستان کې د اوربند په هکله حامد کرزی څه وايي؟