1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو پر امريکايي پوځي مقر د بريد پړه ومنله

۱۳۹۵ آبان ۲۲, شنبه

په افغانستان کي د امريکايي پوځ پر مرکزي پوځي مقر بريد په مزاره شريف کي پر آلماني قونسلګري د بريد دوې وروسته کيږي. د دغه خونړي بريد پړه طالبانو منلې ده.

https://p.dw.com/p/2SauY
Afghanistan US-Kampfjet F16 in Baghram
انځور: Getty Images/AFP/B. Schoonakker

په افغانستان کي د طالبانو وسله والې ډلې ويلي چي په بګرام کي د امريکايي پوځ پر مرکزي مقر بريد د دوی له خوا تر سره سوی دی. په افغانستان کي د ناټو «د قاطع ملاتړ» ماموريت ويلي چي په دغه بريد کي لږ تر لږه ۴ انسانان وژل سوي او ۱۴ نور ژوبل سوي دي. د طالبانو يو وياند ادعا کړې چي دغه يو ځانمرګی بريد ؤ.

د ناټو د «قاطع ملاتړ» له خوا ويل سوي چي دغه بريد ځايي وخت د سهار په ۵:۳۰ بجو تر سره سو. په کابل کي د ناټو دفتر ويلي چي د بريد و ځای ته طبي ډلې رسېدلي دي او په مرستو بوختي دي. بګرام په افغانستان کي د امريکايي ځواکونو تر ټولو لوی پوځي مقر دی. و پلازمېني کابل ته نژدې په دغه سيمه کي طالبانو وخت ناوخته بريدونه تر سره کوي. په دې ترڅ کي تر ټولو خونړی وروستی بريد د ۲۰۱۵ کال په دسمبر کي تر سره سو. په دغه ځانمرګي بريد کي هغه وخت ۶ امريکايي عسکر وژل سوي ول. د امريکا پوځ دمګری په افغانستان کي تقريبا ۱۰ زره مستقر عسکر لري.
له اټکل څخه زيات خطرناک بريد؟

په مزار شريف کي د آلمان پر قونسلګرۍ دوې ورځي بريد هم ډېر خونړی ؤ. د پنجشنبې د ورځي (د ۲۰۱۶ کال د نوامبر ۱۱مه نېټه) په دغه بريد کي ۴ انسانان وژل سوي او ۱۲۸ نور ژوبل سوي ول.

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير ويلي چي دغه د «ترهګرو ډېر سخت» بريد ؤ. طالبانو دغه بريد د هغوی په وينا د آلماني استخباراتو په مرسته په قندوز کي د امريکايي پوځ د بريد غچ ؤ چي پکښي تقريبا ۳۰ ولسي کسان وژل سوي ول. دغه بريد د روانې مېلادي مياشتي په پېل کي رامنځ ته سوی ؤ.

د آلمانۍ ورځپاڼي «بِلډ» د يو راپور له مخي پر آلماني دپلوماتانو تر سره سوی دغه بريد تر هغه ډېر خطرناک ؤ لکه مخکي چي يې اټکل سوی ؤ. ويل سوي چي جنرل قونسل رابېرت کلينکه د يو وسله وال طالب له خوا په وسله ګواښل سو ؤ. يادي ورځپاڼي د خپل دغه راپور منابع امنيتي حلقې بللي دي. د دغه راپور له مخي د آلمان د جنايي ادارې يو چارواکي د آلمان دغه جنرل قونسل پر مځکه وغورځوی.

د «بِلډ» د دغه راپور له مخي په مزار شريف کي د آلمان جنرل قونسل کلينکه تر هغه وخته خپل ځان تر ميز لاندي پټ کړی ؤ چي د ډزو تبادله پای ته رسېدله. په راپور کي زياته سوې چي د بريد په پيل کي رامنځ ته سوې چاودنه دومره درنه وه، چي د هغې خوندي خوني وسپنيزه دروازه يا ور نور نه خلاصيدی چي د خوندي پټنځي په توګه جوړه سوې وه. په راپور کي راغلي چي «دا يوه معجزه وه چي هيڅ آلماني ته زيان نه ورسېد.»

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (04.01.2016):

Afghanistan Bagram Air Base
د بګرام هوايي ډګر په افغانستان کي د امريکايي پوځ مرکزي مقر دیانځور: picture-alliance/newscom/A. Williams