طالبانو يوه ښځه د زنا په تور وژلې ده
۱۳۹۵ مرداد ۱۲, سهشنبهد سرپل ولايت چارواکو د سه شنبې په ورځ د جرمني خبري آژانس ته ويلي دي چي دغه ښځه لومړی د خپل ورور او وروسته طالبانو له خوا ويشتل سوې ده. ويل سوي دي چي دغه ښځه خپل ورور طالبانو ته سپارلې وه.
د سرپل ولايت د ښځو شورا رئيسې نسيمه آرزو «دي پي اې» خبري آژانس ته ويلي دي: «دغه ښځه څو ورځي دمخه د مېړه له کوره تښتېدلې وه، ځکه چي د مېړه کورنۍ ورسره بد چلن کاوه.»
مېرمن آرزو او د سرپل د والي وياند ذبيح الله اماني ويلي دي چي دغه مېرمن او کوچنی ماشوم ئې دوې مياشتي د ولايت په مرکز يوه خوندي کور کي اوسېده او يوه اونۍ دمخه د هغې او کورنۍ په غوښتنه ئې ورور ته وسپارل سوه.
مېرمن آرزو وويل: «دوه دوکانداران چي د دغي کورنۍ خپلوان دي ضامنت ئې کړی وو چي د هغې امنيت خوندي دئ.» د هغې په خبره دغه دوه نارينه بيا د ښځي د وژلو تر پيښي وروسته نيول سوي دي.
کوهستانات ولسوالي چيري چي دغه پيښه سوې ده، د طالبانو په کنترول کي ده او داسي نه ښکاري چي حکومت دي د دغي پيښي عاملان عدالت ته راکش کړي.
د ملگرو ملتونو يو راپور ښيي چي په ۲۰۱۵م کال کي د طالبانو له خوا د «اخلاقي جرمونو» په تور د ښځو د مجازاتو پيښي مخ پر ډېرېدو دي.