طالبانو نوی پوځي مشر وټاکه
۱۳۹۵ شهریور ۹, سهشنبهد طالبانو یوه چارواکي د تلیفون له لاري له اسوشیتد پرس خبري آژانس سره په مرکه ویلي دي چې مولوي ابراهیم صدر، د طالبانو د نوي پوځي مشر په توګه ګومارل شوی دی. ویل شوي دي چې مولوی ابراهیم صدر، د طالبانو بنسټ ایښودونکي ملا محمد عمر ته نژدې وو.
د طالبانو چارواکي ویلي دي چې نوي پوځي مشر به په داسې حال کې د جګړو چاري پر غاړه واخلي چې بیلا بیل هیوادونه غواړي طالبان د سولې د خبرو اترو میز ته کښینوي.
صدر له کلونو راهیسې د جګړې په ډګر کې دی او په ۲۰۰۱م کال کې د طالبانو رژیم تر ړنګیدو وروسته یې د طالب جنګیالیو په منځ کې نوم ګلی. د طالبانو یوه بل چارواکي هم دغه خبره تائید کړې ده خو دواړو د نوم د نه بربنډیدو په شرط خبرې کړې دي.
سردار په داسې حال کې د طالبانو د پوځي مشر په توګه ګومارل کیږي چې دغې ډلې د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر ضد جګړې ته زور ورکړی دی او د لا ډیرو سیمو د نیولو هڅه کوي.