1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو ملا منصور خپل نوی مشر ټاکلی دی

آژانسونه/ مسعود جهش۱۳۹۴ مرداد ۸, پنجشنبه

د طالبانو يو قوماندان وايي چي ملا منصور يې د نوي مشر په توګه ټاکلی دی. داسي ښکاري چي د ملا عمر مړينه دي واقعي بڼه غوره کوي. بله خوا بيا پاکستان ويلي دي چي د کابل او طالبانو د استازو پلان شوي خبري ځنډېدلي دي.

https://p.dw.com/p/1G7T4
انځور: AP

ځينو سرچینو خبري آژانسونو ته ویلي دي چې طالبانو د پنجشنبې په ورځ ملا اختر محمد منصور، د خپل نوي مشر په توګه ټاکلی دی. دغه خبر تر هغه وروسته خپریږي چې افغان چارواکو دوه کاله مخکې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د وژل کیدو خبر تائید کړ.

د طالبانو یوه قوماندان چې د چهارشنبې په شپه یې د طالبانو د نوي مشر د ټاکل کیدو په غونډه کې ګډون لاره رسنيو ته ويلي دي: «شورا تر کويټې دباندي جوړه شوې وه او په قاطع اکثریت سره پکښې ملا منصور د طالبانو د نوي مشر په توګه وټاکل شو.»

طالبانو لا تر اوسه پوري په رسمي توګه د خپل پخواني مشر د وژل کیدو او د هغه د ځای ناستي په اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

پاکستان: د کابل او طالبانو د استازو خبري وځنډېدې

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر، د مړیني خبر تر خپریدو وروسته د نامعلوم وضعیت له کبله د افغانستان د سولي بهیر پلان شوې غونډه ځنډیدلې ده.

په اصل کې دغه خبري اتري د جمعې ورځې له پاره پلان شوې وې خو له هغه وروسته یې په اړه پوښتني رامنځ ته شوې چې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړیني خبرونه په رسنیو کې خپاره شول.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د ملا عمر د مړیني خبر یو ډول نامعلوم وضعیت رامنځ ته کړی دی او له دې کبله هغه غونډه چې د افغان حکومت او طالبانو د استازو تر منځ پلان شوې وه، د طالب مشرانو په غوښتنه لغو شوې ده.

افغان حکومت تیره ورځ دا خبره تائید کړه چې د طالبانو مشر ملا محمد عمر، دوه کاله مخکې د پاکستان په یوه روغتون کې مړ شوی دی.

طالبانو لا تر اوسه په رسمي توګه د ملا محمد عمر د مړیني خبر په اړه څه نه دي ویلي خو ځينو سرچینو د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې طالبان اوس په دې اړه خبري کوي او یوې پایلي ته تر رسیدو وروسته به خپل رسمي دریځ اعلان کړي.

افغان حکومت په اول وار لومړي د جولای میاشتي پر اتمه نېټه په پاکستان کې د طالبانو له استازو سره خبري اترې وکړې او پلان شوې وه چې دویمه غونډه هم د همدې میاشتې پر ۳۱مه نیټه د دواړو اړخونو تر منځ وشي.

افغان حکومت تر اوسه پوري د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت د دې خبر په اړه کوم غبرگون نه دی ښوولی.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب