«طالبانو د هلمند د خانشين ولسوالي ونيوله»
۱۳۹۵ مرداد ۹, شنبه
يو افغان چارواکي ويلي چي د افغانستان د سويلي ولايت هلمند يوه مهمه ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده. زياته سوې چي دغه ولسوالي د هغه وروسته د طالبانو لاس ته لويږي چي ورباندي د سختي جګړې له کبله افغان پوليسو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.
د هلمند د ولايتي شورا مرستيال مشر عبدالمجيد اخوندزاده د شنبې په ورځ (د ۲۰۱۶م کال د جولای ۳۰مه) وويل چي « د خانشين ولسوالي د طالبانو لاس ته لوېدلې ده.»
خانشين ولسوالي چي د پاکستان سره ګډ سرحد لري، د تارياکو د کرهڼي او د قاچاق له پاره مهمه ولسوالي بلل کيږي.
د هلمند د شورا مرستيال رئيس وويل چي پر دغه ولسوالي د جمعې د ورځي په نښتو کي امنيه قومندان او په همدې ډول د استخباراتي ادارې د څانګي رئيس سخت ژوبل سوي دي.
اخوندزاده ويلي چي تر اوسه په دقيقه توګه نه ده څرګنده چي د وژل سوو او ژوبل سوو کسانو شمېر څو دی. د دغه چارواکي په وينا جګړه لا پای ته نه ده رسېدلې او ادامه لري.
د خانشين ولسوالي په داسي حال کي د طالبانو لاس ته لويږي چي د افغانستان د بيا رغونې مسؤل چارواکو په يو راپور کي ويلي ول چي افغان ځواکونو د جنورۍ مياشتي راهيسي پنځه سلنه تر خپل کنټرول لاندي سيمه له لاسه ورکړې ده.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه(22.06.2015):