1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د غرب سره د سولي د خبرو گنگوسې رد کړې

۱۳۹۰ تیر ۱۵, چهارشنبه

طالبانو يوار بيا هغه ادعاوي، چي دوی د غربيانو سره په افغانستان کي ۱۰ کلني جگړې ته د پاي د ټکي ايښوولو په خاطر خبري اتري پيل کړي رد کړي. طالبانو ويلي چي دوی د بهرنيانو سره يوازي د بنديانو د تبادلې په اړه خبري کړي.

https://p.dw.com/p/11qRQ
افغاني طالبان
افغاني طالبانانځور: picture-alliance/dpa

په هغي خبرپاڼي کي چي د طالبانو لخوا رسنيو ته استول سوې، يو وار بيا يې پر خپل دريځ ټينګار کړی او ويلي يې دي، چي د سولي په بهير کي د دوی د ونډه اخيستو اصلي شرط د افغانستان څخه د بهرنيو ځواکونو وتل دي.

د طالبانو په خبر پاڼي کي راغلي، چي د امريکايانو سره يې يوازي د زندانيانو د تبادلي په هکله خبري اتري کړي.

تيره مياشت افغان ولسمشر، حامد کرزي، ويلي وه چي متحده ايالاتو په مستقيمه توګه د طالبانو سره خبري اتري پيل کړي. هغه همدا راز زياته کړې وه چي دغه خبري اتري په هغه کچه نه دي چي، د دولت او طالبانو تر منځ سوله وسي.

متحده ايالاتو او انګلستان هم دا خبره کړي چي د طالبانو سره يې خبري اتري پيل کړي خو د امریکا پخواني د دفاع وزير، رابرټ کيټس، ويلي وه چي دغه خبري اتري کيدای سي څو مياشتي وخت ونيسي ترڅو پايلي يې معلومي سي.

د طالبانو او غربيانو تر منځ د خبرو اترو په اړه ډير لږ معلومات سته. ځکه نو ددې خبرو په اړه بېلا بيل اټکلونه کيږي. ښايي د طالبانو اوغربيانو تر منځ خبري اتري په هغه اندازه نه وي، چي وسي کولای د افغانستان په اوسني حالت کي کوم تغير راولي.

که څه هم په افغانستان کي ميشت بهرني ځواکونه د دغه هيواد په جنوب کي د طالبانو په وړاندي جګړې کي ډيري لاس ته راوړني لري، خو پر دې سربيره غربي مشران د ډير وخت را په دې خوا د افغانستان د جګړي له پاره د يوې سياسي حال لاري په لټه کي دي.

د طالبانو لخوا په خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي چي، دغه ډله په وروستيو کي د ځيونو هيوادونو سره د بنديانو پر تبادلې خبري کړي دي.

په خبر پاڼه کي د مثال په ډول، د طالبانو او فرانسې تر منځ خبرو اترو ته اشاره سوې، چي په ترڅ کي يې دوه فرانسوي ژورناليستان او د دوی افغان ژباړونکي آزاد سول.

فرانسي طالبانو ته د پيسو ورکول رد کړي او ويلي يي دي چي د فرانسوي ژورناليستانو د آزاديدو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو بربنډول کيداي سي چي په افرايقا کي د نورو يرغمل سويو فرانسوي ژورنالستانو د آزادولو هڅي له ستونزو سره مخامخ کړي.

طالبانوهمدا راز ويلي چي دوی د امريکايانو سره هم د زندانيانو د تبادلي له پاره په مستقيمه اوغير مستقيه توګه ارتباط ټينګ کړی دی.

آژانسونه/ مسعود جهش

کتونکي: نجيب الله زيارمل