تروريزم
طالبانو د بغلان تاله و برفک ولسوالۍ نیولې
۱۳۹۷ اردیبهشت ۱۸, سهشنبهاعلان
د بغلان ولایت د امنیې قوماندان اکرام الدین سریع، ویلي دي چې یاغیانو د سه شنبې په ورځ وختي پر دې ولسوالۍ باندې برید وکړ. د هغه په خبره دولتي ځواکونو په موقتي توګه له سیمې پر شا تګ کړی دی.
دغه افغان امنیتي چارواکي ټینګار کړی دی چې ژر به پر ولسوالۍ باندې برید پلان کړي او دا چې د ولسوالۍ نورې برخې اوس هم د افغان امنیتي ځواکونو په کنترول کې دي. سریع د پیښې له کبله د رامنځ ته شوې مرګ ژوبلې په اړه معلومات ور نه کړل.
طالبانو له رسنیو سره په تماس کې د برید پړه منلې ده او ادعا یې کړې چې پر ولسوالۍ باندې د هغوی په حمله کې یو شمیر پولیس وژل شوي دي. وسلوالو طالبانو په دې وروستیو کې د یوې اعلامیې په خپرولو سره د خپلو پسرلنیو عملیاتو د پیل خبر ورکړی وو. تر دغه اعلان وروسته طالبانو د ټول هیواد په کچه خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی.