طالبانو د افغانستان په غرب کې لس پولیس سرتیري وژلي
۱۳۹۶ تیر ۴, یکشنبهاعلان
د هرات د ولایت مقام ویاند، فرهان جیلاني د آلمان خبري آژانس ته په دې هکله وویل چې د سلما بند ته څیرمه د شنبې ورځې په پای کې له پولیسو سره په دې جګړه کې څلور وسلوال طالبانو هم وژل شوي.
وسلوالو طالبانو تر دې پخوا هم د هرات ولات شرق لوري ته په ۱۶۵ کیلومتر کې پروت د سلما بند په نښه کړی وو. د دغه بند امنیت د عامه ساتنې د پولیسو لخوا په کلکه نیول کیږي.
د سلما بند تیر کال د هندوستان د لومړي وزیر نریندرا مودي او د ولسمشر غني له لوري ګټې اخیستنې ته وسپارل شو چې مالي بسپنه یې په بشپړه توګه د هندوستان له لوري ورکول کیده. پر دغه بند کابو ۲۷۵ میلیونه ډالر لګښت راغلی دی.
د یادولو ده چې اوسمهال دغه بند کابو ۴۲ میګاواټه بریښنا هم تولیدوي چې تر ډیره د هرات او څه نا څه د هلمند ولایت ته ورکول کیږي.