1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبانو د افغانستان په شمال او سويل کي بريدونه کړي

۱۳۹۶ آبان ۷, یکشنبه

وسله والو طالبانو په قندوز او زابل کي پر پوليسو بريدونه کړي دي. په دې ترڅ کي لږ تر لږه ۱۹ افغان پوليس وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/2mhB7
Afghanistan - Symbolbild - Afhanische Nationalarmee
انځور: picture alliance/dpa/M. Gambarini

د افغانستان په شمالي ولايت کندوز کي د وسله والو طالبانو له خوا د پوليسو پر پوستو بريدونه سوي دي. په دغو بريدونو کي ۱۳ افغان پوليس وژل سوي دي. د خان آباد ولسوالۍ یو چارواکي ويلي چي په لومړي سر کي طالبان وتوانېدل چي د پوليسو څو پوستې ونيسي، خو د پوليسو اضافي سرتيرو هغوی بېرته پر شا وتمبول.

په عيني حال کي د افغانستان په سويلي ولايت زابل کي هم وسله والو طالبانو پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي. ويل سوي چي په دغو بريدونو کي لږ تر لږه ۶ پوليس وژل سوي او ۸ نور ژوبل سوي دي.

د زابل ولايت والي بسم الله افغانمل د آلمان خبري آژانس ته ويلي چي بريد څو ساعته دوام وکړ. د هغه په وينا په بريد کي يو شمېر وسله وال طالبان هم وژل سوي دي. خو نوموړي دا نه ده روښانه کړې چي په کوم شمېر طالبان وژل سوي دي.

وسله والو طالبانو د يادو بريدونو پړه په غاړه اخيستې ده. دا په داسي حال کي چي د افغانستان په بيلو برخو کي د شپې پر وخت د امنيتي پوستو پر ضد وسله وال بريدونه تقريبا ورځنی عمل ګرځېدلی دی. د شنبې په ورځ د هيواد په سويل ختيځ کي د طالبانو په بريد کي ۹ پوليس وژل سوي ول.