طالبانو خپل د سیاسي دفتر مشر شېر محمد ستانکزی ټاکلی
۱۳۹۴ آذر ۲, دوشنبهد طالبانو د «کويټې شورا» يوه غړي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چي د دوی مشر ملا اختر محمد منصور په قطر کي د دوی د سياسي دفتر مشر شېرمحمد عباس ستانکزی او عبدالسلام حنفي ئې مرستيال ټاکلی دئ.
ستانکزي چي پر افغانستان باندي د شوروي اتحاد د يرغل پرمهال له شورويانو سره جنگېدلی د طالبانو يو لوی چارواکی وو او د دوی د واکنی پرمهال د افغانستان د عامي روغتيا وزير وو.
د طالبانو دغه غړي فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي: «دوی [ستانکزی او مرستيال] ئې له افغان حکومت سره د سولي د خبرو اترو پلويان دي او غواړي چي له افغان حکومت او نړۍ والي ټولني سره يوه جوړ جاړي ته ورسيږي.»
په قطر کي د طالبانو سياسي دفتر په ۲۰۱۳م کال کي جوړ سو، خو له هغه وروسته بيرته وتړل سو چي پر دغه دفتر باندي د «طالبانو اسلامي امارت» بيرغ د رپېدو په اړه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي سخت غبرگون وښود.
د افغان طالبانو او کابل حکومت د چارواکو ترمنځ لومړۍ خبري د روان کال په جولای مياشت کي په پاکستان کي ترسره سوې خو د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړيني خبر تر افشا کېدو وروسته د دغو خبرو دوهم پړاو وځنډېد.
د قطر دفتر مخکني مشر سيد طیب آغا له هغه وروسته له دغي دندې استعفا وکړه چي ملا اختر محمد منصور د طالبانو د مشر په توگه وټاکل سو. تر هغه وروسته طالبانو ملا عباس ستانکزی د دغه دفتر سرپرست مشر وټاکه.
طالبانو د شنبې په ورځ پخپل ويبسايت کي په قطر کي د خپل سياسي دفتر د مشر په توگه د ستانکزي ټاکل تائيد کړي ول.