طالبانو حکومت ته د بنديانو د تبادلې وړانديز کړی
۱۳۹۵ فروردین ۴, چهارشنبه
د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي پر انټرنټ يو پيغام خپور کړی دی. په دغه پيغام کي د طالبانو له خوا له افغان حکومت سره د بنديانو د تبادلې وړانديز سوی دی. احمدي ويلي چي په دې تړاو طالبانو له «نړيوالو، بې طرفه اړخونو» سره تماس نيولی دی او دا چي ورسره خبري اتري دوام لري. دا چي د دغو بې طرفو څخه د طالبانو مقصد څوک دي، له پيغام څخه نه څرګنديږي.
پر طالبانو تور دی چي په دوامداره توګه د مرستندويه ټولنو کارکوونکي اختطاف کوي. په عيني وخت کي ۷ افغانان تر اوسه لا د امريکا متحده ايالاتو د پوځ له خوا په ګوانتانامو «بې» زندان کي بنديان دي. د دوی پر اکثرو د طالبانو د غړو شک کيږي.
طالبانو تر اوسه پوري پر دې ټينګار کاوه چي د سولي د خبرو اترو تر پېل دمخه يې بايد ټول بنديان آزاد کړل سي. په افغانستان کي د سولي د عالي شورا غړي شفيع الله شافي د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چي د بنديانو د تبادلې په تړاو به بحث وسي، خو تر هغه وروسته چي د سولي خبري اتري پېل سي.
طالبانو په دغه نژدې وخت کي د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا له خوا د سولي د خبرو اترو وړانديز رد کړی وو. طالبانو يو ځل بيا پر خپل پخواني دريځ ټينګار کاوه چي، تر څو چي په افغانستان کي بهرني ځواکونه موجود وي، هغوی به د خبر اترو پر مېز نه کښېني.
دا چي تر دمګړی د افغانستان د حکومت په زندانونو کي څومره طالبان بنديان دي، لا روښانه نه ده. دغه شان له طالبانو سره د افغان ځواکونو د بنديانو شمېر هم معلوم نه دی. د افغانستان د دفاع وزارت د وياند په وينا يوازي په فارياب ولايت کي طالبانو ۱۳ عسکر نيولي ول.