1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

طالبان پر افغان پارلمان د توغندیو برید کړی

۱۳۹۵ فروردین ۹, دوشنبه

طالبانو د دوشنبې په ورځ د افغانستان د پارلمان پر وداندې توغندي وتوغول. دا په داسې حال کې ده چې په دې ورځ د افغانستان استخباراتي ادارې مسوولین او د کورنیو چارو سرپرست پارلمان ته راتلونکي ول.

https://p.dw.com/p/1IKj0
انځور د بلي پيښي دئ
انځور د بلي پيښي دئانځور: Reuters/M. Ismail

افغان وکیلانو ویلي دي چې په دې پیښه کې د پارلمان کوم غړی نه دی ژوبل شوی خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد، له رسنیو سره په خبرو کې د دې برید پړه منلې او له کبله د سختو تلفاتو رامنځ ته کیدو ادعا کړې ده.

طالبان ډیر وخت په خپلو بریدونو کې د لوړو تلفاتو رامنځ ته کیدو خبري کوي.

په پارلمان کې د بدخشان ولایت استازي صفي الله مسلم، ویلي دي: «پر پارلمان باندي درې توغندي توغول شوي، خو هغه پر اصلي ودانۍ باندي نه دي لګیدلي. توغندي د جلسې په جریان کې لګیدلي دي.»

په دې اړه چې د پارلمان په ساحه کې لګیدلي توغندي څه ډول ول تر اوسه پورې يې لا دقيق معلومات په اړه نه سته

په هلمند کي ۸ پوليس وژل شوي

افغان چارواکي وايي چي د يکشنبې په ماښام په گريشک ولسوالۍ کي د پوليسو پر دوو پوستو باندي د طالبانو په يرغل کي ۸ پوليس وژل شوي دي.

که څه هم د هلمند ولايت د پوليسو مرستيال آلماس خان د دغو يرغلونو پړه پر طالبانو اچولې خو دغي ډلي تر اوسه پوري په دې اړه څه نه دي ويلي.

څه موده مخکي د کريشک ولسوالۍ پر امنيې قوماندانۍ او امنيت رياست باندي هم وسله والو طالبانو ځانمرگي بريدونه او وسله وال يرغلونه کړي ول.