طالبان وایي چې برمته شوی امریکایي پروفیسر سخت ناروغ دی
۱۳۹۶ آبان ۸, دوشنبهپه تیر میلادي کال کې په پلازمینه کابل کې وسلوالو کسانو د ټوپک په زور د امریکایي افغان پوهنتون دوه پروفیسوران وتښتول چې یو یې امریکایي او بل یې آسترالیایي وو.
رویټرز خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د طالبانو ویاند، د دوشنبې په ورځ په یوې وینا پاڼه کې ویلي دي چې امریکایي پروفیسر کیون کینګ، د زړه او ګردو له خطرناکې ناروغۍ څخه کړیږي.
په بیانیه کې وړاندې راغلي دي: «د هغه ناروغي شدیده شوې ده. پښې یې پړسیدلي دي، ځیني وختونه بې هوښه کیږي او وضعیت یې ورځ تر بلې خرابیږي.»
په وینا پاڼه کې وړاندې راغلي دي: «موږ وخت ناوخته د هغه د درملنې هڅه کړې ده، خو دا چې موږ د جګړې په حالت کې یو نو طبي سهولتونه نه لرو.»
کینګ او د هغه آسترالیایي همکار تیموتي ویکس، د ۲۰۱۶م کال په اګست میاشتې کې کابل کې پوهنتون ته څیرمه تښتول شوي ول.
نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې افغان او د لویدیځ چارواکي داسې باور کوې چې دغه کسان دې د حقاني شبکې چې په تیرو وختونو کې یې په دغسو پيښو کې لاس لرلی دی، تښتولي وي. د دغو بهرنیو اتباعو تر تښتولو څو میاشتې وروسته د افغانستان په ختیځ کې د هغوی د ژغورلو له پاره د ناکامو هڅو یادونه هم شوې ده.
د طالبانو له لوري اوسنۍ اعلامیه دوه اوونۍ وروسته له هغې ورکول کیږي چې پاکستاني ځواکونو د افغانستان پولې ته څیرمه کاناډایي جوشوا بویل او د هغه امریکایي میرمن کیتلن کولمن وژغورل. هغوی له ۲۰۱۲م کال راهیسې د نوموړې ډلې په بند کې وو.
د روان میلادي کال په سر کې طالبانو د کینګ او ویکس یوه ویډیو خپره کړې وه چې په کې هغوی له خپلو حکومتونو څخه غوښتنه کوي چې د دوی په بدل کې طالب بندیان له زندان څخه آزاد کړي.
په افغانستان کې د مهمو کسانو تښتول د طالبانو او نورو یاغي ډلو له پاره په یوه سودمن کاروبار اوښتی دی چې زیاتره مهال د هغوی د آزادیدو په بدل کې د ډیرو پیسو او یا هم د خپلو غړو د آزادولو غوښتنه کوي.