طالبان لښکرګاه ته لا نزدې شوې دي
۱۳۹۵ مرداد ۲۰, چهارشنبهاعلان
د هلمند د ولایتي شورا مشر کریم اتل، ویلي دي چې طالبانو په بشپړه توګه د هلمند مرکز، لښکرګاه محاصره کړی دی. هغه ویلي دي چې پوځ او پولیسو د ولایت له مرکز څخه خپلې لیرې پرتې پوستې پریښې دي او خپل تمرکز یې د لښکرګاه ساتنې ته اړولی دی.
دغه ولایتي چارواکي د چهار شنبې په ورځ هلمند ته د تازه سرتیرو د رسیدو خبره هم وکړه.
په هلمند کې د جګړې له کبله، لښکرګاه ته ټولې رسیدونکې لویې لارې تړل شوې دي چې د دغه وضعیت له کبله په ښار کې د خوراکي موادو بیه هم لوړه شوې ده.
طالبانو په وروستیو وختونو کې د هلمند ولایت پر ولسوالیو او مرکز باندې خپلو بریدونو ته زور ورکړی دی. دغه ولایت د طالبانو او کابل حکومت له پاره لوړ ستراتیژیک اهمیت لري.