1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نيول سوي ځوانان: طالبانو خطاايستلي وو

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار۱۳۹۲ اردیبهشت ۱۲, پنجشنبه

د کندهار ولايت امنيتي چارواکي وايي، چي يو شمېر هغه کسان ئې نيولي دي چي د وسله والو طالبانو له خوا د پيسو په بدل کي د پسرلينو عملياتو له پاره وسلې ورکړل سوي وې او په باغونو کي ئې کښېنولي ول.

https://p.dw.com/p/18QVd
Two Taliban fighters sit in the back of their vehicle some 20 kilometers (13 miles) north of Kabul October 26, 1996. (AP Photo/Santiago Lyon, File)
Afghanistan Talibanانځور: AP

په کندهار کي نيول سوي ځوانان وايي، دوى ته ويل سوي ول، چي د مياشتي ١٥٠٠ کلداري، يو کلاشنکوف او خوراک درکول کيږي، خو په خبره يې، چي يوازي يې وسله ورکړه او نوري ژمني يې نه دي ورسره عملي کړي.

د دغو ځوانانو له ډلي څخه يو تن جمال الدين له دويچه ويله سره په خبرو کي وويل موږ د اوزگارۍ له کبله له طالبانو سره ولاړو دوی موږ ته پيسې را کولې. خو دوی نه يوازي دا چي موږ ته ئې پيسې را نه کړې، بلکي په وچه ډوډۍ نه وو ماړه او د جنگ پرمهال ئې هم يوازي پر ډاگ پرېښوولو:

«ما د کوکنارو نېښه واهه له هغه ځايه څخه چي راغلم، دوى راته راغله او راته ويې ويل موږ به تا ته هم پيسو درکوو او هم به توپک، په باغ کي کښېنه، هيڅوک په تا کار نه سي درلودلاى، خپلي مېوې خوره.»

د جمال الدين په خبره دوى پر خپلو کړنو پښېمانه دي او له دولت څخه هيله کوي، چي په يوه فابرېکه کي کار ورته پيدا کړي.

د هغه په خبره د دوی په ولسوالۍ او کليو کي ډېرځوانان همداسې وزګار ګرځي او ډير نور هم له وچي مجبورۍ څخه د وسله والو طالبانو سره ځي او يا هم د نيستۍ له امله غلاو ته لاس ورته کوي.

يو بل ځوان، چي ځان علي احمد معرفي کوي هم ورته خبره کوي، چي د وزگارۍ له کبله د وسله والو طالبانو سره تللی وو او اوس پر خپلو کړنو پېښمانه دئ.

هغه وايي، پلار مي سپين ږيری دئ او د کورنۍ نور غړي مي زما د لاس و گټي ته اړتيا لري، نو ځکه اړ سو چي د خپلو اقتصادي ستونزو د حل له پاره د وسله والو طالبانو سره ودريږي:

«ما په مدرسه کي سبقونه ويل، بيا نېښ ته ولاړم او له هغه ځايه چي راغلم، نو دوى خطاء ايستم او جګړې ته يې راوستم، چي جنګ سو دوى راڅخه وتښتېدل او زه يې يوازي پرېښودم او زه بيا پوليسو ونيولم. زه غواړم، چي موږ ته فابرېکې جوړ سي او له دغه توپک څخه مو خلاص کړي.»

د پنجوايي ولسوال فضل محمد اسحاقزى وايي، دغه کسان يې د دغي ولسوالۍ او ژړۍ ولسوالۍ په سرحدي سيمو کي د يولړ چاڼيزو عملياتو پرمهال نيولي دي.

هغه وايي په نيول سوو کسانو کي رښتيا هم يو شمير ئې له جنگ سره نابلد او تير وتلي ښکاري:«دغه کسان، د پنجوايي ولسوالۍ په بېلا بېلو سيمو کي له وسلو سره يو ځاى نيول سوي دي. دغه کسان ټول د سيمي ځوانان دي، چي په يوه او بل ډول تېرايستل سوي دي.»

اسحاقزى وايي، پنجوايي يوه غټه کرهڼيزه ولسوالي ده، په کار ده، چي د دې سيمې ځوانانو ته د زده کړي او کار سمه موقع مساعده او په دې ډول د امنيت په راوستلو کي نور ګامونه هم واخيستل سي.

په سيمه کي د چارو شننونکي هم وايي، که دولت په کندهار ښار کي يوازي د نساجي او نخي پخوانۍ فابرېکي فعالي کړي، نو په ټوله سويلي حوزه کي به يو وزګار ځوان پاته نه سي او جګړه به خپله له سقوط سره مخامخ سي.