طالبان: د بریدونو نوې لړۍ د امریکا د بمباریو ځواب دی
۱۳۹۶ مهر ۲۸, جمعهطالبانو د جمعې په ورځ د شهامت په نوم یوې انترنتي پاڼه کې د «۷۵۱ بمونو غچ» تر عنوان لاندې یوه مقاله خپره کړې ده چې په کې په نزدې راتلونکې کې د لا ډیرو بریدونو ګواښ هم شوی دی.
د امریکا متحده ایالاتو هوايي ځواک په سپتمبر میاشتې کې د خپل «هوايي ځواک احصایي» خپرې کړې چې په کې راغلي دي چې دغو ځواکونو یوازې په سپتمبر میاشتې کې په افغانستان کې د تندلارو اسلامپالو ډلو پر ضد ۷۵۱ بمونه کارولي دي. دا له ۲۰۱۲ کال راهیسې په یوې میاشت کې کارول شوي تر ټولو زیات بمونه دي.
د هوايي ځواک له خوا په دې اړه په یوې خپرې شوې بیانیه کې راغلي وو: «دې زیاتوالي ته [د بمونو په کارونه کې زیاتوالي ته] کیدای شي د ولسمشر له هغې ستراتیژي سره تړاو ورکړل شي چې په ترڅ کې یې په زیاته کچه او په فعاله توګه افراطي ډلې په نخښه کیږي.»
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ همداراز په اګست میاشتې کې اعلان کړی وو چې افغانستان ته به اضافي عسکر واستوي چې یاغیان وځپي.
خو طالبانو بیا یوازې د سه شنبې او پنجشنبې په ورځو د افغانستان په اوو ولایتونو کې په بیلابیلو بریدونو کې له ۱۴۰ څخه ډیر کسان ووژل. د بریدونو ډیری قربانیان افغان امنیتي ځواکونه ول.
په تر ټولو خونړۍ برید کې طالبانو په پکتیا ولایت کې د پولیسو پر یوه مرکز باندې برید وکړ چې په پایله کې یې د دې ولایت د امنیې قوماندان په ګډون لږ تر لږه ۶۰ کسان ووژل شول.
زموږ له ارشیف څخه: