"يو شمير افغان مهاجر ځانونه پخواني طالب جنګيالي ښيي"
۱۳۹۶ اردیبهشت ۲, شنبهد آلمان شپيګل مجله په خپلې نوې ګڼه کې د « آلمان د مهاجرت ادارې» په حواله خبر ورکوي چې د اروپا د مهاجرت په بحران کې په زرونو افغان طالب جنګيالي دغه هيواد ته راغلي دي.
شپيګل کاږي چې د آلمان لوي څارنوالۍ تر اوسه په دې اړه له ۷۰ څخه زياتو کسانو په اړه تحقيقات کړي دي. ۶ تنه يې په تحقيقي بند کې پراته دي.
په پام کې ده چې نژدې راتلونکې کې په برلين او کوبلنز ښارونو کې د هغو افغان مهاجرو په اړه لمړنۍ څيړنه پیل شي کوم چې ورباندې شک کيږي چې د طالبانو ډلې غړيتوب لري.
شپيګل مجلې د رپوټ پر اساس، د څو زرو افغان مهاجرو په اړه داسې شکونه شتون لري چې هغوی دې د طالبانو د ډلې پخواني غړي وي.
ولې پخوانۍ طالب جنګيالي؟
دغو کسانو په خپله د مرکو پر مهال دغه څرګندونې کړي دي. خو تر اوسه لا روښانه نده چې د دوي دغه ادعاوي به حقيقت ولري که نه.
ځینې افغان پناه غوښتونکي احتمالا په دا ډول څرګندونو سره تمه لري چې د پناه غوښتنې به يې ومنل شي او آلمان کې د يوې ښې راتلونکې انتظار کوي. همدا دليل دی چې دوي خپل ځانونه پخواني طالب جنګيالي معرفي کړي دي.
په داسې حال کې چې آلمان کې د «اسلامي دولت» يا داعش ډلې د احتمالي غړو په اړه تحقيقات روان دي، اوس د تحقيقاتي ادرو چارواکو تر ډيره خپل پام د احتمالي طالب جنګياليو په اړه څيړنو ته اړولی دی.
د فدرال آلمان يوه څارنوال تر دې دمخه د ورته مواردو په اړه خبرداری ورکړی وو. هغه د اسلامپالو په اړه د تحقيقاتو په اړه د زيات کاري فشار د شتون څخه شکایت کړی وو.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (20.07.2015):