1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ولي آلمان ژر تر ژره یوه حکومت ته اړتیا لري؟

۱۳۹۶ دی ۲۱, پنجشنبه

په آلمان کې د یوه ایتلافي حکومت د جوړولو هڅي روانې دي خو تر اوسه لا دغه هڅې کومې پایلي نه دي لرلي. په داسې حال کې چې ځینې چاري په عادي توګه روانې دي، خو ځینې برخې بیا د حکومت د نه رامنځ ته کیدو له کبله اغیزمنې شوې دي.

https://p.dw.com/p/2qg03
Deutschland Fortsetzung der Sondierungen von Union und SPD
انځور: picture alliance/dpa/K. Nietfeld

د آلمان د صدراعظمې انګلا میرکل د ګوند مسحي ديموکرات او په بایرن ایالت کې د هغوی ملګری ګوند مسیحي سوسیال اتحاد او د آلمان سوسیال ديموکراتان د یوه ستر ایتلافي حکومت د جوړولو پر سر خبري کوي. دغه راز یو ايتلاف له ۲۰۱۳م کال راهیسې په دې هیواد کې حاکم وو، خو اټکل کیږي چې د خبرو د بریا په صورت کې به په مارچ میاشت کې دغه سختي خبري اترې پای ته ورسیږي.

سربیره پر دې تر همدې مودې یعنې تر هغه پوري چې د ايتلافي حکومت چاري نه وي بشپړي شوی، د آلمان پارلمان یا بوندیستاګ نه شي کولای چې نوې فدارلي بودیجه تصویب کړي او اوسنۍ لنډمهاله بودیجه بیا د اوسني حکومت فعالیتونه محدودوي.

په اوسنيو شرایطو کې د آلمان په مصارفو کې د دې هیواد فدرالي چارواکو ته اجازه ورکول شوې ده چې خپل کار ته ادامه ورکړي او همدا راز هغو رغنیزو پروژو ته هم د ادامې اجازه ورکړل شوې چې تر کار لاندي دي. خو په آلمان کې د ایتلافي حکومت د جوړیدو پر سر د خبرو اترو اوږدیدو ځینې نوري چارې تر خپلې اغیزې لاندې راوستې دي.

اروپا

د اروپايي ټولني په کچه ګڼ شمیر اقدامات معلق پاتې دي. دا په داسې حال کې ده چې د اروپايي ټولنې د ډیر نفوس لرونکی او له اقتصادي پلوه غښتلي هیواد یعنې آلمان اوس مهال عملي حکومت نه لري. پتېيل شوې ده چې د اروپايي ټولنې د راتلونکو لسیزو له پاره د اوږدمهالې بودیجې پر سر به خبري د روان میلادي کال په دویمه نیمايي کې پیل شي. دغه خبرې په داسې یو وخت کې ترسره کیږي چې په دې ټولنه کې د ستري ونډې اخیستونکي هیواد یعنې بریتانیا له وتلو وروسته یوه ستره خلا رامنځ ته شوې.

د فرانسې ولسمشر امانویل ماکرون د اروپايي ټولني په اړه د خپلو وړاندیز شویو اصلاحاتو د ځواب په تمه دی. په دې وړاندیزونو کې د اروپا د زون له پاره د یوې مشخصې بودیجې او د اروپايي ټولنې د مالیې وزیر ټاکل کیدو وړاندیزونه شامل دي.

په بهرنیو هیوادونو کې د آلمان د پوځ حضور

همدا اوس په اوو هیوادونو کې د آلمان پوځ ماموريت لري، خو له دې کبله چې دغه هیواد اوس یو حکومت نه لري، نو په بهر کې میشت ځواکونه یې تمویل له یوه نامعلوم حالت سره مخامخ دی. په دې بهرنیو ماموریتونو کې په افغانستان کې د آلماني ځواکونو ماموریت هم شامل دي.

د ډیرو دغو ماموریتونو موده مخ پر پای ته رسیدو ده. له همدې کبله د آلمان پارلمان د تیرکال په دسمبر میاشت کې له آلمان څخه بهر د دې هیواد د پوځي ماموریتونو موده د درو میاشتو له پاره وغځوله ترڅو په موقتي ډول د دغو ماموریتونو په اړه یو ډول ډاډمنتیا رامنځ ته کړي. خو لا هم په دغو ماموریتونو کې د سرتیرو د شمیر، د تجهیزاتو او دندو په اړه پریکړه نه ده شوې. په دې برخو کې باید د مارچ میاشتې تر پایه پوری پریکړي وشي.

بنسټیزي پروژې

د آلمان په اقتصاد کې ښکیل کسان د بنسټیزو پروژو د ځنډیدو په اړه اندیښمن دي. د آلمان د صنعت سکتور، د رغونې سکتور فدراسیون، په ځانګړي توګه په دې برخه کې د ترانسپورتي لارو ته اشاره کوي.

څیړني

په آلمان کې میشت څیړنیز انستیتیوتونه په دولتي تمویل پورې تړلې دي. دغه شان ډیر بنسټونه په دې اړه شکایت کوي چې د حکومت د نه شتون له کبله یې نوې پروژې په ځنډ سره تصویبیږي. همداراز داسې پروژې هم شته چې په ۲۰۱۷م کال کې یې شین څراغ ترلاسه کړی، خو لا تر اوسه یې پیسې نه دي حواله شوي.

د آلمان پوهنتونونه هم چې ډیر یې د دولت له خوا تمولیږي په دې برخه کې یو څه د فشار احساس کوي. ځکه په ځینو مواردو کې نه شي کولای چې د بودجې د کمښت له کبله مسلکي کسانو ته معاش ورکړي.

فدرال پولیس

د آلمان د کورنیو چارو وزیر توماس دیمزیر، په نوامبر میاشت کې روښانه کړه ده چې په فدرالو پولیسو کې تر هغه وخته پوري نوي دندې نه شي رامنځ ته کیدای چې نوې بودجه نه وي تصویب شوې. پر دې سربیره د نویو روزنیزو مرکزونو د جوړولو په ګډون نور چمتوالي ته هم اړتیا شته.

سپورت

د آلمان مخکني حکومت ژمنه کړې وه چې د سپورت برخې ته به لا ډیرې پیسې ورکړي خو دا کار لا تر اوسه پوري هم نه دی شوی. له همدې کبله اوس هم د سپورت څانګې ته د ۲۰۱۷م کال په اندازه پیسې ورکړل شوي دي. دا په دې معنی ده چې په توکیو کې د ۲۰۲۰م کال د المپیک لوبو له پاره د چمتوالي په موخه پیسې نه دي ځانګړې شوې.

dpa,Reuters(M.J/N.Z)

په ورته موضوع زموږ له آرشیف څخه د انځورونو ګالري: