شپيګل:د تخار په ځانمرګي بريد کي جنرال داود وژل سوی
۱۳۹۰ خرداد ۷, شنبهد جرمني د شپيګل انلاين ددغه هيواد د فاع وزارت له قوله ليکي چي د تخارولايت د مقام په ودانۍ کي دننه د څو ځانمرګو بريدونو په ترځ کي ډير انسانان وژل سوي دي.
سرچينه زياتوي چي په وژل سوو کسانوو کي د افغانستان په شمال کي د دوو الماني عسکرو د وژل کيدو تر څنګ د ايساف ځواکونو عمومي قوماندان المان جنرال مارکوس کنايپ هم سخت ټپي سوی دی. د خبر له مخي په پيښه کي يو شمېر جګپوړي افغان امنيتي ځواکونه هم وژل سوي او ټپيان سوي دي.
په دغه پيښه کي په شمال کي د افغان پوليسو عمومي قومندان جنرال داود داود، د هغه دوه تنه ساتونکي، او د والي سکرتر وژل سوي دي.
شپيګل انلاين د افغان امنيتي چارواکو په حواله ليکي چي د تخار والي عبدالجبار تقوا سخت ټپي سوی چي ډاکټران يې د ژوندي پاته کيدو دپاره تلاښ کوي.
شرچينه د تخار ولايت د وياند په حواله ليکي چي ځانمرګو بريد کونکو هغه مهال ځانونه والوزول چي افغان او بهرنيو امنيتي چارواکي تر غونډي وروسته د ولايت مقام ودانۍ په دروازه کي سره را ټول سوي ول.
د ولايت د وياند په خبره په پيښه کي ډير الماني عسکر وژل سوی. خو دقيقه شمېره يې نسي يادولای.
د جرمني د دفاع وزارت د خپلو دوو سرتيرو د وژل کيدو او څلورو نورو د ټپيکيدو خبر تاييد کړی دی. د هغوی په خبره ټپيان روغتنونو ته رسول سوي او تر تداوۍ لاندي دي. د المان د دفاع وزارت په خبره پيښه پر ځايي وخت د ماځيګرڅه کم پنځه بجې را منځ ته سوې ده.
څو ورځي وړاندي په تخار ولايت کي د بهرنيو ځواکونو د شتون په وړاندي سختو مظاهرو کي څوتنه لاريون کونکي ووژل سول، چي وروسته د جرمني د دفاع وزارت دا و منله چي عسکرو يې پر لاريون کونکو ډزي کړي وې.
د بريد پړه طالبانو په غاړه اخستې. د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي دي چي د تخار ولايت په مقام کي ځانمرګی بريد د دوی د يو تن انډيوال لخوا تر سره سوی.
آژانسونه/ نجيب الله زيارمل
کتونکی: عبدالباري حکيم