1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آیا سعودي عربستان له آلماني شرکتونو څخه واردات بند کړي دي؟

۱۳۹۷ خرداد ۵, شنبه

آلمانۍ مجلې شپيګل ویلي دي چې سعودي عربستان له آلماني شرکتونو څخه خپل فرمایشونه بند کړي دي. که څه هم دا خبر په رسمي ډول نه دی تائيد شوی، خو د رښتینولې په صورت کې به د ریاض او برلين تجارتي اړیکې د پخوا په څیر پاتې نه شي.

https://p.dw.com/p/2yM2p
Merkel und König Salman
انځور زمونږ له آرشیف څخهانځور: Picture-Alliance/dpa/B.Von Jutrczenka

د شپیګل آلمانۍ مجلې رپوټ ورکړی دی چې سعودي عربستان آلماني شرکتونو ته خپل فرمایشونه بند کړي دي. ویل کیږي چې د سعودي عربستان پاچا د برلين له حکومت څخه خپه شوی دی.

شپيګل مجله وایې چې سعودي عربستان د منځني ختیځ په اړه د برلين حکومت د سیاست له امله له آلماني شرکتونو څخه خپل فرمایشونه درولي دي. نوموړې مجلې اشاره کړی ده چې د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان په نوې بودیجه کې د خپل هیواد پر حکومتي بنسټونو له آلماني شرکتونو څخه پر فرمایشاتو بندیز لګولی دی.

ویل کیږي چې د زیمنس، بایر او بوهرینګر آلماني شرکتونه به زيانمن شي کوم چې د یوې اوږدې مودې راهیسې د سعودي عربستان د روغتیا وزارت سره ژورې تجارتي اړیکي لري.

د دې ترڅنګ د دایملر په نوم د موټر جوړونې شرکت به هم له دې اقدام څخه اغیزمن شي. دغه شرکت په لنډ واټن کې د توکو د انتقال له پاره په سلګونو بسونه ریاض ته استوي.

که څه هم د زیمنس، بایر او دایملر شرکتونو تر اوسه پورې دا خبر نه دی تائید کړې، خو د دایملر شرکت ویاند رویټرز خبرې آژآنس ته ویلي دي: «موږ نه شو کولای د شپيګل دغه رپوټ تائيد کړو. زموږ راکړه ورکړه په عادي ډول پر مخ روانه ده». تر اوسه پورې برلين هم په دې اړه خپل دریځ نه دی روښانه کړی.

د روغتیا سکتور په برخه کې

په دې اړه د سعودي عربستان د دریځ معلومولو په برخه کې د رویټرز خبري آژانس هڅې بی نتیجې پاتې شوي دي. په ریاض کې یوه آلماني مدیر تر یوې اندازې دا موضوع تائيده کړې ده. دغه کس د نوم نه ښکاره کولو په شرط ویلي دي:«په اوسنیو شرایطو کې د روغتیایې خدماتو په برخه کې د دې موضوع ډیرې ژورې اغیزې احساسیږي. د ټولو په پرتله د روغتیا وزارت دی چې هیڅ فرمایش نه ورکوي. داسې ډیرې اوازې اوریدل کیږي چې ګواکې د پاچهۍ ماڼۍ سپارښتنه کړې ده چې له آلماني شرکتونو سره دې راکړه ورکړه ونه شي، بلکې نورې لارې چارې دې ولټول شي».

په مجموع کې ۸۰۰ آلماني شرکتونه په سعودي عربستان کې فعاله دي. په ۲۰۱۷ م کال کې د برلين او ریاض تر منځ د سوداګرۍ کچه تر ۶،۶ میلیارده پورته وه.

تیر کال د نوامبر په میاشت کې سعودي عربستان له برلين څخه خپل سفیر ور غوښتی وو. د دې کار دليل د آلمان د بهرنیو چارو د پخواني وزیر زیګمار ګابريل څرګندونې ښوول شوي وې.

سعودي عربستان په غیر مستقيم ډول د هغه خبرې په سیمه کې پارونکي بللې وې. بل لور ته آلمان له ایران سره اټومي موافقتنامې ته ژمن پاتې کیږي چې دا موضوع هم له سعودي عربستان سره یو ډول تقابل انګیرل کیږي.