1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاين ماير: له طالبانو سره د خبرو فرصت بايد ضايع نه شي

دويچه ويله/ نسيم صابر۱۳۹۴ شهریور ۸, یکشنبه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير په ناڅاپي سفر افغانستان ته تللی دی. يو ځل بيا ده د مخالفو غاړو تر منځ د پخلاينې ملاتړ وکړ. نوموړي په ټينگار سره وويل چې دا «يوازنۍ عاقلانه لاره» ده.

https://p.dw.com/p/1GNz9
انځور: picture-alliance/dpa/R. Jensen

د خپل يو ورځني سفر په پيل کې فرانک والتر شتاينماير په ښکاره وويل چې دی په يو «کړکېچن پړاو» کې افغانستان راغلی دی. په تېرو څو اوونيو کې د بريدونو په ترڅ کې ډېر زيات انسانان وژل شوي ول. له دې کبله شديد امنيتي تدابير نيول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او آلمان سږ کال د خپلو ديپلوماتيکو اړيکو سلمه کليزه لمانځي.

«دا فرصت بايد هسې ضايع نه شي»

په پلازمېنه کابل کې شتاينماير له ولسمشر اشرف غني او د افغانستان د حکومت له نورو استازو سره هم گوري. د آلمان د سوسيال دموکرات گوند سياستوال شتاينماير يو ځل بيا د طالبانو له اسلامپالو مليشو سره د سولې د خبرو اترو د بيا شروع کولو هيله څرگنده کړه او وويل: «د سولې د پيل شويو خبرو اترو بې ساری چانس بايد هسې ضايع کړل نه شي.» وزير پر ښکېلو غاړو غږ وکړ چې يو د بل سره کښېني. په افغانستان کې دننه د پخلاينې د يوې پروسې پرته او بې له دې چې له گاونډي هېواد پاکستان سره تفاهم وشي، د ده په خبره نه امنيتي وضع ښه کېدای شي او نه بيا رغاونه گړندۍ کيږي. خو دغو تگلارو ته بايد د ده په خبره دوام ورکړل شي «تر څو د افغانستان خلک له ډېرو کلونو ناخوالو او ستونزو وروسته د يو بهتره ژوند هيله ولرلای شي.»

خبرې اترې په ټپه ولاړې دي

په جولای مياشت کې په لومړي ځل د افغانستان د حکومت او د طالبانو د استازو تر منځ يوه رسمي ليدنه کتنه د پاکستان په مري ښارگوټي کې رابلل شوې وه. په کابل کې تر بريدونو وروسته البته افغان ولسمشر غني دغه خبرې اترې وځنډولې. داسې گمان کيږي چې بريدونه د طالبانو تر منځه د کشماکشونو پايله وه وروسته له هغه چې د طالبانو مشر، ملا محمد عمر مړ شوی و. د طالبانو نوي مشر، ملا اختر محمد منصور په دې وروستيو کې جهاد ته د دوام ورکولو اعلان کړی دی.

آلمان خپلو مرستو ته ژمن دی

شتيانماير افغانستان ته د خپل ملاتړ په اړه ډاډ ورکړ، وروسته له دې چې جنگي ځواکونه نهه مياشتې وروسته له دغه هېواده څخه ووتل. د طالبانو د واکمنۍ تر پرځېدو راهيسې برلين څه باندې ۴ مليارډه يورو مرستې کړې دي.

د آلمان پوځ ۸۰۰ سرتېري لا په افغانستان کې شتون لري او امنيتي ځواکونو ته د مشورې ورکولو او روزنې په برخه کې فعاليت کوي. آلمان او افغانستان په دې سربېره سږ کال د خپلو ديپلوماتيکو اړيکو د ټينگېدو سلمه کليزه لمانځي.