1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاين ماير د داعش ضد سوريايي ائتلاف غوښتنه کوي

آژانسونه۱۳۹۴ آذر ۱, یکشنبه

فرانک والټر شټاين ماير د سوريې د کورنۍ جګړې پر اړخونو د ائتلاف کولو ږغ کړی دی. د آلمان بهرنيو چارو وزير د «اسلامي دولت» يا داعش پر ضد د سوريايي ډلو همکاري اړينه بللې ده.

https://p.dw.com/p/1HAEy
انځور: picture alliance/AA/I. Hariri

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير وايي چي د سوريې د کورنۍ جګړې اړخونو بايد يو د بل پر ضد په جګړه کي ځانونه کمزره نه کړي. د هغه په وينا دغه اړخونه بايد په اصل کي د داعش پر ضد سره يو سي. هغه ويلي چي د داعش ضد قوتونه بايد چي سره يوځای کړل سي. نوموړي زياته کړې: «دې ته نور بايد د پای ټکی کښېښودل سي چي د سوريې پوځ، خپلواک سوريايي لښکر او منځلاري ملېشې په درې اړخيزه جګړه کي ځانونه کمزوره او ونه سولوي.»

فرانک والټر شټاين ماير دغه څرګندونې د آلمانۍ مجلې «بِلډ ام زونټاګ» سره په خبرو کي کړي دي. د نوموړي په وينا بشارالاسد تر اوسه پوري زیاته توجه د منځلارو مليشو پر ضد جګړې ته ورکړې ده او نه د داعش پر ضد جګړې ته. شټاين ماير وايي چي مهمه دا ده چي هغه قوتونه چي د داعش سره جنګيږي بلآخره سره يو ځای سي او په ګډه د داعش يا «اسلامي دولت» نومي ترهګري ډلې پر ضد جګړه وکړي.«همږغي د نظامي پرمختګ له پاره»

د آلماني وزير په وينا «موږ هر هغه ځای کي نظامي پرمختګونه ليدلي، چيري چي دغسي سوې (پوځي اتحاد رامنځ ته سوی).» شټاين ماير د دغسي يو اتحاد بېلګه ورکړه چي په وينا يې په عراق کي د حکومتي ځواکونو او کوردي وسله والو تر منځ د داعش پر ضد همږي نظامي حرکات دي.

شټاين ماير د داعش پر ضد د لوېديځو مځکنيو عسکرو لېږل رد کړل. هغه ويلي: «زه هيڅوک نه پېژنم چي هلته د لوېديځو مځکنيو قواوو سره داخيلېدل غواړي.» نوموړي وويل چي برعکس داعش همدغه غواړي چي ورته چانس په لاس ورسي چي په عراق او سوريه کي د هغوی له خوا منفور بلل سوو غربي ځواکونو مخي ته خپل ځانمرګي بريد واچوي.

آلماني وزير د روسيې په تړاؤ و «بِلډ ام زونټاګ» ته ويلي دي چي دی فکر کوي چي روسيه په جدي توګه د سوريې د لانجې د حل تلاښ کوي. د هغه په وينا: «موږ بايد دا له پامه ونه غورځوو چي د مليونو مسلمان نفوس لرونکي منځني ختيځ د تحولاتو څخه روسيه اندېښنې لري او خطر احساسوي. زه فکر کوم چي روسيه هيڅ دلچسپي نه لري د کالونو په جريان کي د سوريې په وړاندي سترګي پټي کړي او به دغه جريان کي په جګړه لا ژور ور ننوځي.» د شټاين ماير په وينا له همدې کبله دې په دې نظر دی چي روسيه د دغې لانجې د حل کولو دلچسپي لري.

داعش ضد امريکايي برياليتوبونو کي مبالغه؟

يوې ورځپاڼې راپور ورکړی چي د امریکا متحده ايالاتو د دفاعي چارو وزارت د هغو راپورونو پلټنه کوي چي له مخي يې د امريکا مرکزي قومندانۍ د داعش پر ضد د خپلو برياليتونو په راپور کي مبالغه کړې ده. د «نيويارک ټايمز» ورځپاڼي د يو پخواني استخباراتي چارواکي په حواله ليکلي دي چي په فلوريډا کي فعالې د نژدې ختيځ له پاره د نظامي قومندې مرکز «سېنټ کام» په دوبي کي د دا ډول مبالغو په تړاو د عمومي پلټونکي سره تماس نيولی ؤ.

د دغه راپور له مخي د استخباراتي ادارو لوړپوړو امرانو پلټني او تحقيقاتي راپورونه داسي بدل کړي چي مقصد يې د داعش پر ضد د هوايي بريدونو لاس ته راوړني تر حقيقت زياتي بريالۍ ښودل ول. د راپورونه له مخي اوس پلټونکي د دغو تورونه پلټنه کوي او په لوړه پيمانه د نظامي کمپيوترونو له لاري د تماس نيونې معلومات او ايمېلونه ارزيابي کوي. د راپورونو پر اساس د متحده ايالاتو د استازو د جرګې د استخباراتو نظارتي جرګه ګۍ هم د «سېنټ کام» د تورونو پلټنه پېل کړې ده.

د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير
د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين مايرانځور: Reuters/F. Mahmood