1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاين ماير او کېري د NSA ‍په تړاو خبري وکړې

آژانسونه / احمدولي اڅکزی۱۳۹۲ اسفند ۹, جمعه

د آلمان د بهرنيو چارو وزير فرانک والټر شټاين ماير، په واشنګټن کي د امريکايي چارواکو سره د NSA د جاسوسۍ پر افتضاح او د اوکراین په روانو حالاتو خبري وړې.

https://p.dw.com/p/1BHIb
انځور: Reuters

د امریکا د بهرنيو چارو وزير جان کېري، په واشنګټن کي د خپل آلماني سيال فرانک والټر شټاين ماير سره د غرمې د ډوډۍ خوړلو وروسته وويل: « موږ يو د بل سره ډيري ګټوري خبري اترې وکړې.»

کېري زياته کړه چي د دوی په خبرو اترو کي د دواړو هيوادونو تر منځ د اړيکو پر مشکلاتو هم بحث وسو. کېري یادونه کړه: « زموږ هيوادونه ډېر پخواني ملګري دي او له همدې کبله يې ملګرتيا هم ډېره پياوړې ده.» کېري وويل: « موږ يو د بل سره په آزاده توګه خبري کوو.»

آلماني وزير شټاين ماير، د کيري د خبرو په تکميل کي وويل چي دواړه اړخونه دې نتيجې ته رسېدلي دي چي د دغې موضوع په هکله بېل نظرونه لري. نوموړي زياته کړه چي د آلمان حکومت خپلو هڅو ته دوام ورکوي تر څو د استخباراتي همکارۍ بهتره او د خلکو د محرمو شخصي معلوماتو ساتنه وسي. هغه وويل چي پدې تړاو به د واشنګټن سره «سل فيصده» همږغي ممکنه نه وي.

روسيه بايد د اوکراين په بيا رغونه کي ونډه ولري

د آلمان او د امريکا د متحده ايالتونو خپلمنځۍ اړيکي د څو مياشتي راهيسي د امريکا د ملي امنيت د استخباراتي ادارې NSA، د جاسوسي کارونو له کبله تر فشار لاندي دي. په مني کي داسي معلومات رابرسېره سول چي نوموړې استخباراتي ادارې نه يوازي دا چي د مليونونو آلماني وګړو معلومات ثبت کړي دي، بلکه د آلمان د صدراعظمې، انگلا مېرکل پر موبایل تیلفون ېې هم څارنه کړې ده. د آلمانۍ ورځپاڼي «بلډ ام زونټاګ» د يو راپور پر اساس ياده اداره حتی تر اوسه پوري د مشهورو آلماني سياستوالو تیلفوني تماسونو ته غوږ نیسي. د ياد راپور له مخي پدغو سياستوالو کي د آلمان د کورنيو چارو وزیر، توماس ديميزېر هم شامل دی.

د آلمان او امريکا د بهرنيو چارو د وزيرانو په ملاقات کي د اوکرایين موضوع هم مطرح سوه. اوکراين د اقتصادي سقوط له ګواښ سره مخامخ دی. دواړو سياستوالو پر روسيې ږغ وکړ چي د اوکراین د ثبات په ساتلو کی رغوونکی نقش ولوبوي.

جان کېري وويل: « موږ به په پوره ځیر او هیلې سره دا وڅارو چی ایا روسیه زمونږ له هڅو سره ملگرتیا کوي که څنگه.» شټاين ماير هيله څرګنده کړه چي روسيه به له کيف سره په نړۍ والو اقتصادي مرستو کي ونډه واخلي.

دا چي د اوکراين د کريميا سيمي څخه چيري چي اکثریت اوسیدونکي یې روسان دي، د خپلواکمنۍ غوښتني زياته سوي دي، دواړو وزيرانو پر دې ټينګار وکړ چي د اوکراين د تجزيې مخه بايد ونيوله سي. د دوی په وينا که داسي ونه سي نو د ټولي سيمي ثبات له ګواښ سره مخامخ کيږي. کېري وويل چي د روسيې د بهرنيو چارو وزير ورسره د تليفوني خبرو پر وخت ډاډ ورکړی دی چي روسيه به د اوکراين د مځکنۍ بشپړتيا احترام وکړي.