1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شټاين ماير: افغان حکومت بايد د سولي پروسې ته ډېر تلاښ وکړي

۱۳۹۶ تیر ۲۲, پنجشنبه

د جرمني جمهور رئيس له افغان حکومته غوښتي دي چي په خپل هيواد کي د سولي راوستلو له پاره تلاښ وکړي. هغه دغه خبره له افغان ولسمشر غني او اجرائيه رئيس عبدالله سره تر ليدني وروسته په مزار شريف کي کړې ده.

https://p.dw.com/p/2gTzr
Afghanistan Kabul Bundespräsident Frank-Walter Steinmeier trifft Präsident Mohammad Ashraf Ghani
انځور: Getty Images/J. Denzel

د جرمني جمهور رئيس فرانک والتر شټاين ماير افغانستان ته په يوه ناببره سفر کي له افغان ولسمشر ډاکټر اشرف غني او اجرائيه رئيس ډاگټر عبدالله عبدالله سره تر ليدني وروسته په مزارشريف کي له خپلو عسکرو سره د ليدني پرمهال ويلي دي چي افغان حکومت بايد په خپل هيواد کي د سولي راوستلو له پاره تلاښ وکړي. هغه ويلي دي چي په دې کي له طالبانو سره سياسي جوړجاړی هم راځي.

شټاين ماير ويلي دي چي هيواد ئې تيار دی د افغانستان ملاتړ ته ادامه ورکړي. هغه مخکي له مخکي په ليکل سوې بيانيه کي ويلي دي: «خو د دې له پاره چي دغه ماموريت يوه واقعي بريا ولري، افغان حکومت بايد ډېر څه وکړي.»

هغه ويلي دي چي په افغانستان کي د آلماني عسکرو حضور هيڅکله د يوې سياسي حل لاري ځای نه سي نيولای.

جرمني اوس هم په افغانستان کي شاوخوا ۱۰۰۰ تنه عسکر لري. شټاين ماير له خپلو عسکرو سره د ليدني پرمهال په افغانستان کي د هغوی د ستونزمن ماموريت ستاينه او احترام وکړ. هغه خپلو عسکرو ته وويل: «آلمان په هغه څه وياړي چي تاسو ئې دلته ټول په گډه کوئ».

شټاين ماير د هغو ۵۶ آلماني عسکرو د يادون ځای ته هم د احترام مراسيم وړاندي کړل چي تر اوسه پوري د افغانستان په ماموريت کي وژل سوي دي.

د جرمني جمهور رئيس دغه راز وويل چي د افغانستان په ځينو سيمو کي امنيتي حالت تر دوه کاله مخکي په پرتله د پام وړ خراب سوی دئ.

په کابل کي د جرمني سفارت مخي ته چاودنه او په مزارشريف کي د جرمني پر جنرال قونسلگرۍ يرغل ډېر حيرانوونکي ول.

شټاين ماير قزاقستان ته د سفر پرمهال ناببره افغانستان ته د سفر پرېکړه کړې او د امنيت د خراب والي له کبله ئې د کابل له هوايي ډگره د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ته په يوه څرخۍ الوتکه کي ورغلی.