1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شيکاګو ـ «د تورپوستو په وړاندي ۱۰ چنده زیات تشدد»

۱۳۹۵ دی ۲۵, شنبه

د امریکا متحده ایالاتو په شيکاګو ښار کي هره ورځ دوه قتلونه کیږي. خو په دغه ښار کي نه يوازي د جنايتونو شمېرې ډير دی بلکه په ډیرو مواردو کې پخپله پولیس هم د جنایې جرمنو مرتکب کیږي. خو قربانیان تقریباً همیشه یو ډول خلک وي.

https://p.dw.com/p/2VntK
USA Staatsanwältin Loretta Lynch spricht über Chicagos polizeilichen Gewalt
انځور: picture-alliance/AP Photo/T. Crawford

د امریکا متحده ایالاتو لوې څارنوالې لوریتي لاینچ، د شیکاګو پولیس تر اندازې زیات له زور زیاتې څخه په کار اخیستنې تورن کړي دي. د هغې د وزارت له خوا د یوې تر سره شوې څیړنې پایلې ښيي چې پولیس په پرله پسې ډول په دغه ایالت کې د ولس مدني حقونه تر پښو لاندې کوي.

د لوی څارنوالې په وينا په ډیرو مواردو کې د اساسي قانون خلاف او له نا مناسب زور څخه کار اخیستل کیږي. د هغې په وينا د دې تر څنګ چي کله نوبت و ناسم چلند له کبله و پلټنو ته ورسيږي،نو د خاموشۍ فضاء حاکمه وي.

میرمن لاینچ وایې چې له دغه چلند څخه تر ټولو زیات افریقایې الاصله امريکايان او هسپانوی الاصله انسانان رنځ وړي. د دغې څیړنې پایلې ښيې چې پوليس د سپین پوستانو په پرتله د تور پوستان پر ضد لس برابره زیات له تاوتریخوالي څخه کار اخلي. لوی څارنوالۍ همدارنګه د امریکا متحده ایالاتو په دغه دریم لوي ښار کې د پولیسو د مسلکي روزنې په برخه کې پر نیمګړتیاو هم نیوکه کړې.

د پلټنو د پېل کولو دليل

د فدرالي ادارې د چارواکو له خوا د بررسې يا په شيکاګو کي د پلټونو د پېل کولو دلیل د ۱۷ کلن تورپوستې لکوان مک دونالد د وژل کیدو قضیه وه. نوموړی د ۲۰۱۴ کال په اکتوبر میاشت کې په شکاګو کې د یوه سپين پوستي پولیس له خوا په ډزو ویشتل شوی وو.

په یوه ویډویو کې لیدل کیږي چې یو سپین پوسته پولیس څنګه دغه تور پوستې ځوان شپاړلس ډزه ولي، کوم چې له هغه څخه د تیښتې په حال کې لیدل کیږي. د ۲۰۱۵ کال په نوامبر میاشت کې چي کله پوليس دې ته اړ کړل سول چي دغه ویډیو تر عامه کړي، نو د شکاګو د پولیسو مشر هم ګوښه کړای شو.

په شکاګو او نورو ایالتونو کې په زرګونه خلک سړکونو ته را ووتل، تر څو د پولیسو له خوا د تورپوستانو پر وړاندې ترسره کیدونکي هغه زورزیاتۍ وغندي، کوم چې په امریکا متحده ایالاتو کې په پرله پسې ډول ترې شکایت کیږي.

د احصایو له مخې شکاګو ته په امریکا متحده ایالاتو د جرم او جنایتو د پلازمېنې په سترګه کتل کیږي. په ۲۰۱۶ کال کې په دغه ایالت کې هره ورځ د قتل تر دوو ډیرې پیښې ثبت شوي دي، یعنې د یوه کال مخکې په پرتله په واضح ډول زیاتوالی ښکاره کوي.

«د الکاپون ښار»

یو وخت شکاګو ته د الکاپون له نوم سره ارتباط ورکول کیده، نوموړی له ۱۹۲۵ څخه تر ۱۹۳۱ کلونو پورې په امريکا کي پر الکهولي مشروباتو د بنديز پر وخت د امریکا د سازمانیافته جرمونو یو مشهور سرغړونکی وو.

شيکاګو چي د الينويز ایالت ښار دی، ورته د صنعت او تجارت مرکز هم ويل کيږي. دغه ښار د امريکا د متحده ايالاتو د نورو ښارونو په پرتله په بې ساري توګه پر ايتنيکي پولو ويشل شوی ښار دی. د دغه ښاریو پر دریمه برخه نفوس تور پوستان، ۴۵ سلنه یې سپین پوستان او ۳۰ سلنه یې هسپانوي الاصله دي.

خو د دغه ښار د سویلي بې وزله سیمو تر ۹۰ سلنه ډیر اوسیدونکي تور پوستان دي. د شمالي شتمنې برخې د اوسیدونکو ډیره برخه سپين پوستان تشکیلوي. له ۲۰۰۰ کال راهیسې د تور پوستانو د سیمو اوسیدونکو عايدات مخ پر کمیدو او په هغو سیمو کې چې سپین پوستان میشت دي عايدات یې مخ پر لوړیدو دي.

پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (26.11.2014):