1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شيرزاد: دروزگان امنيتي حالت د گاونډيو په پرتله ښه دی

۱۳۹۰ اردیبهشت ۶, سه‌شنبه

د روزگان ولايت چارواکي د مخالفينو څخه د يو شمېر سيمو د بيرته نیولو خبره کوي. د هغه ولايت والي عمر شيرزاد د المان ږغ راډيو سره په ځانگړې مرکه کي وويل چي اوس يې د ولايت امنيت د نورو گاونډيو په پرتله ښه سوی دی.

https://p.dw.com/p/113tL
د ترين کوټ ښار يوازنی چوک
د ترين کوټ ښار يوازنی چوکانځور: Pahjwok Afghan News

دويچه ويله: ښاغلی والي، تاسو واياست چي په ولايت کي مو امنيت ښه سوی. خو اوس ويل کيږي چي هلته نور هم بدتره سوی دی؟

شيرزاد: د روزګان ولايت نسبت جنوبي ولاياتوته ښه امنيت لري. دا چي تاسو د رسنيو له لاري اوری ډيرجدي تهديد د مخالفينو لخوانسته. ددې ولايت امنيتي وضع په تيرو څو مياشتو کي ډيرښه سوې ده او هغه سيمي چي يو وخت د مخالفينو په ولقه کي وې اوس په بشپړه توګه پاکي سوي دي. دولتي حاکميت پکښي سته په لري پرتو سيمو کي امنيت د ډاډ وړدی او د بيا رغاوني چاري په عادي توګه رواني دي.

دويچه ويله: د بيا رغاوني چاري څه ډول پر مخ رواني دي. ځايي اوسيدونکي وايي چي هلته هيڅ کار نه کيږي؟

شيرزاد: دوې درې مياشتي مخکي موږ د روزګان ولايت په انکشافي پلان باندي کار وکړ او مرکزته مو يووړ او هلته د کنفرانس په جوړولو سره دونرانو او کابيني ته وړاندي سو. ښه استقبال سو او ډيرو دونرانو د مرستي ژمني راکړي اميد دی چي همکاري راسره وکړي.

دويچه ويله : په دغه ولايت کي د پوهني وضعه څنگه ده. خلک هلته د پوهي د کچي د ټيټوالو څخه سرټکوي.؟

شيرزاد:واقعاً ددې ولايت د پوهني کچه ټيټه او کيفيت ښه نه دی څکه خو د انديښني وړده هلي څلي کوو رئيس جمهور هم په دې برخه کي انديښنه لري او غواړي چي دغه حالت ښه سي په زياترو سيموکي ښوونځي نسته هلته چي سته ودانۍ نه لري او هغه چي ودانۍ او زده کونکي لري مسلکي ښوونکي نه لري.

دويچه ويله: ښاغلی والي په روزگان کي خو کوکنار هم کرل کيږي تاسو هم لکه د نورو ولايتونو په څير د ماتولو اقدام کړی؟

شيرزاد: کوکنارپه ارزګان ولايت کي کرل سوي دي خو د نورو ولاياتو په نسبت کم دي په ځينو ولسواليو کي پخوا هم کوکنارنه کرل کيدل. خو په ځينو ځايونو کي سته. مهمه داده چي بديل معيشت خلکو ته ورکول سي داسي فصل ورته پيداسي چي د کوکنارو ځای ونيسي دولت هم د مرستو له لاري په دي برخه کي ونده واخلي.

مرکه کونکی: جمال کوټوال

کتونکی: نجيب الله زيارمل