1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا خپلو پوځي آزموینو ته دوام ورکړی

۱۳۹۵ فروردین ۲, دوشنبه

شمالي کوریا د منځني واټن ویشتونکو توغندیو تر آزمویلو څو ورځې وروسته د لنډ واټن ویشتونکي «پروجیګتال» توغندي آزمویلي دي. شمالي کوریا ګواښ کړی دی چې د امریکا او سویلي کوریا د پوځي مانورونو په ځواب کې به اتومي آزمویني وکړي.

https://p.dw.com/p/1IGpH
د شمالي کوريا مشر د توغندی يوه خولۍ گوري
انځور: Reuters/KCNA

د سویلي کوریا چارواکو ویلي دي چې پینګ یانګ د دوشنبې په ورځ څلور نه پیژندل شوي پروجیکتال یا غورځول کیدونکي توغندي د سمندر پر لور توغولي دي.

توغول شوي پروجیکتالونه یا توغندي او یا هم راکتان وو چې له سویلي ښار همهونګ څخه تر توغول کیدو وروسته یې ۲۰۰ کیلومتره واټن وهلی دی.

تر دې یوازې درې ورځې مخکې شمالي کوریا د منځني واټن توغندي هم آزمویلي ول. دغه هیواد ویلي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د پوځي مانورونو او ملګرو ملتونو د بندیزونو په ځواب کې به خپلو آزموینو ته دوام ورکړي.

ملګرو ملتونو بیا دغه آزموینې غندلي دي او هغه یې د دې سازمان د بیانیو تر پښو لاندې کول بللي.

د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون تیره اوونۍ وویل چې هیواد یې غواړ یوه اتومي سرګلوله او هدایت شوی توغندی و آزمويي. دا کار د ملګرو ملتونو د وروستۍ اعلامیې خلاف دی، خو د دغې اعلامیې مخه د شمالي کوریا د متحد چین له خوا نیول شوې ده.

شمالي کوریا خپله څلورمه اتومي آزموینه د جنوري مياشتي پر څلورمه نېټه ترسره کړه. په وروستیو وختونو کې له شمالي کوریا سره اړیکې تر بل هر وخت ډیرې خړي شوې ده.

د امريکا او جنوبي کوريا گډ پوځي مانورونه

امريکا متحدو ايالاتونو او جنوبي کوريا د پيونگ يانگ، له تندو گواښونو سره سره خپل گډ څو اوونيز پوځي مانورونه چي هر کال په پسرلي کي کيږي پيل کړي دي.

د امريکا متحدو ايالاتو او جنوبي کوريا نوی مځکني مانورونه چي دوې مياشتي به دوام وکړي د «ځوان شاهين» او قوماندې د زده کړي ۱۲ ورځني مانورونه د «کليدي حل لاري» په نوم پيليږي.

د دغو مانورونو گډي قوماندانۍ د شمالي کوريا تورونه رد کړي دي او روښانه کړې ئې ده چي هدف ئې پر شمالي کوريا باندي يرغل کولو ته تياری نه دئ او نه ئې هم مانورونه لمسوونکی اړخ لري.

د رسنيو د راپورونو له مخي په دغو مانورونو کي ۱۷ زره امريکايي او ۳۰۰ زره کوريايي عسکر برخه اخلي.