1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوریا بیا توغندی ازمویلی

آژانسونه/ س.ر۱۳۹۵ شهریور ۳, چهارشنبه

شمالي کوریا له اوبتل څخه د بلاستیک یا قاره یي توغندی ازموینه کړې او خپل گاونډیان یې په غوسه کړي. دا د دغه منزوي شوي هیواد له لوري د توغنديو د ازمویلو د لړۍ په ترڅ کې تازه پیښه ده.

https://p.dw.com/p/1Jo36
Nordkorea Raketentest
انځور: picture-alliance/dpa/Kcna

د جنوبي کوریا د لوی درستیز دفتر یوه پوځي چارواکي رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې پیونگ یانگ د سیمې پر وخت د سهار په ۵:۳۰ دقیقو د سینپو ساحلي ښار ته څیرمه توغندی ازمویلی دی. د هغه په خبره د سټلایټ انځورونه په دغه ځای کې د اوبتلونو مرکز ښيي.

خبري آژانسونو په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې دغه توغندی یوازي دوې ورځې وروسته له هغې توغول شوی دی چې جنوبي کوریا او امریکا متحدو ایالاتو په جنوبي کوریا کې گډ کلني پوځي مانورونه پېل کړل.

شمالي کوریا دغه پوځي تمرینات یوه یرغل ته د چمتووالي او د غچ اخیستو د گواښ په توگه انگیري. د رویترز او فرانس پرس خبري آژانسونو په گډ رپوټ کې راغلي دي چې د واشنگټن او سیول دغه پوځي مانورونه دفاعي بڼه لري.

د جنوبي کوریا د پوځ د لوی درستیز له لوري په خپره شوې بیانیه کې راغلي دي چې دغه توغندی سهار وختي په ختیځ سمندرگي (د جاپان سمندرگی) کې له اوبتل څخه توغول شوی او ۵۰۰ کیلومتره وړاندي تللی چې په وینا یې په تیرو ورته ازموینو کې ښه والی په گوته کوي.

په خبر پاڼه کې راغلي دي چې د چهارشنبې ورځي د توغندي ازموینه په څرگند ډول ترینگلیتا ته د لمن وهلو په موخه تر سره شوی او په وینا یې دغه کار د کوریا نیمه ټاپو امنیت ته «جدي گواښ» او د ملگرو ملتونو له پریکړه څخه سرغړونه ده. په بيانیه کي چې دوی به د شمالي کوریا له لوري هر ډول لمسون ته پیاوړی غبرگون وښيي.

شمالي کوریا په جنوري میاشت کې د یوې اتومي ازمویني تر ترسره کولو وروسته لا پسې منزوي شو او په فبروري میاشت کې د لیري واټن ویشتونکي توغندي تر ازمویلو وروسته پرې د ملگرو ملتونو بندیزونه لا پسې سخت کړل شول.

یو توغندی په روانه میلادي میاشت کې هم توغول شوی وو چې د جاپان تر کنترول لاندي اوبو ته څیرمه لگیدلی وو.

د کوریا په نیمه ټاپو کې ترینگلتیا وروسته له هغه لا پسې زور اخیستی چې په لندن کې د شمالي کوریا مرستیال سفیر سویلي کوریا ته واوښت.