1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا نوي پوځي مانورې پيل کړې

نجيب الله زيارمل/ دويچه ويله۱۳۹۳ اردیبهشت ۹, سه‌شنبه

د شمالي او جنوبي کوريا ترمنځ په سرحد کي د ډير وخت له پاره کراري پاته نه سوه. اوس په دغه سيمه کي د نوي تاوتريخوالي اعلان سوی دی. شمالي کوريا بيا په ژړ سمندر کي د توپونو په شليک سره پوځي مانورې پيل کړې.

https://p.dw.com/p/1BqYL
انځور: Reuters

د جنوبي کوريا يوه پوځي وياند په سيول کي ويلي دي چي، شمالي کوريا د نورو پوځي مانورو د پيل په عنوان د سه شنبې په ورځ شخړيز سمندري سرحد ته نژدې د توپونو په شليک سره پوځي مانورې پيل کړې. تر اوسه پوري د جنوبي سرحد له خوا ځوابي فيرونو نه دي سوي.

د جنوبي کوريا د دفاع وزارت ويلي دي چي د پيونگ يانگ رهبرۍ په راتلونکي کې د يون پيونگ او باينگنيونگ ټاپوگانو ته نژدې د جنگي مرميو د تمريناتو معلومات ورکړي دي. د جنوبي کوريا د دفاع وزارت وياند زياته کړې ده چي «زموږ پوځ په بشپړه توگه اماده دی.» په دغه سيمه کي د جنوبي کوريا له کب نيوونکو کښتيو څخه غوښتل سوي دي بيرته پر شا سي.

په ساعتونو د فيرونو تبادله

جنوبي کوريا گواښ کړی دی چي که يې په سيمه کي کومه مرمۍ ولگيږي سخت غبرگون به وښيي.

دا د يوې مياشتي په اوږدو کي د شمالي کوريا له خوا دوهمي پوځي مانورې دي چي په سمندري سرحد کي تر سره کيږي. د مارچ مياشتي پر ۳۱ نېټه د شمالي کوريا پوځي مانورې کړکېچني سوې، د دغو مانورو پر مهال دواړو هيوادونو يعنی شمالي او جنوبي کورياوو يو پر بل باندي د درنو توپونو گولۍ و اورولې. خو د دواړو اړخونو مرمۍ په سمندر کي ولگېدلې.

څو ورځي وړاندي د شمالي کوريا رهبرۍ، جنوبي کوريا ته د بارک اوباما د سفر په غبرگون کي د خپل هيواد د پوځي عملياتو توان و ازمويه. څارونکي د دغه ستالينيستي هيواد د يوې بلي اټومي ازموينه شونيتا هم نه ردوي.