1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا له ترمپ سره د ملاقات لغو کولو گواښ کړی

۱۳۹۷ اردیبهشت ۲۶, چهارشنبه

شمالي کوریا وايي چې که چیري د غیر اتومي کیدو پر سر خبرې یو طرفه وي، نو په راتلونکې میاشت کې له ترمپ سره پر پلان شوو خبرو به له سره غور وکړي. دا څرګندونې د جنوبي کوریا او امریکا تر ګډو پوځي تمريناتو وروسته کیږي.

https://p.dw.com/p/2xmv3
Südkorea TV Donald Trump, Kim Jong Un
انځور: picture-alliance/AP Photo/Young-joon

د چهارشنبې په ورځ د شمالي کوریا دولتي خبري آژانس ته د دې هیواد د بهرنیو چارو د مرستیال کیم کي ګوان له خوا په لیږل شوې یوه اعلامیه کې ویل شوي دي چې، که چیري د شمالي کوریا د غیر اتومي کیدو پر سر خبرې یو طرفه وي، نو په دې صورت کې به شمالي کوریا د امریکا متحدو ایالاتو له ولسمشر دونالد ترمپ سره پر پلان شوي ملاقات له سره غور وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د سه شنبې په ورځ شمالي کوریا له جنوبي کوریا سره خبرې یوه ورځ وروسته له هغې ودرولې چې امريکا متحدو ایالاتو او جنوبي کوریا خپل ګډ پوځي تمرینات پیل کړل. ټاکل شوې ده چې د شمالي کوریا ولسمشر کیم جون اون او د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ به د جون میاشتې پر ۱۲ نیټه په سنګاپور کې ملاقات ولري، څو د کوریا په ټاپو وزمه کې د غیر اټومي کیدو موضوع پر سر خبرې وکړي.

د شمالي کوریا رسنۍ د دې هیواد د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر د اعلامیې په حواله لیکلي دي، چې موږ داسې مذاکراتو ته هیڅ ډول علاقه نه لرو چي زموږ په ګوښه کولو سره زموږ د اټومي پروګرام د بندولو له پاره یو طرفه غوښتنې وکړي، داسې یو وضعیت چې موږ دې ته مجبوروي چې د شمالي کوریا او امريکا ترمنځ پر ملاقات کولو باندي فکر وکړو.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت په دې اعلامیه کې زیاته شوې ده چې موږ ترمخه لا د کوریا د ټاپووزمه د غیر اتومي کولو له پاره خپله علاقه څرګنده کړې او په وار وار سره مو دا هم اعلان کړې چې امريکا باید د شمالي کوریا پر وړاندې له دښمنۍ ډک سیاست او د مخ شرط په توګه اتومي تهدید ته خاتمه ورکړي.

د شمالي کوریا دغه دولتي رسنۍ د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر د اعلامیې په حواله همدا راز لیکلي: «موږ به د ترمپ ادارې ته مناسب ځواب ورکړو، البته په هغه صورت کې چې د ترمپ اداره د اړیکو د ښه کولو له پاره د شمالي کوریا او امریکا متحدو ایالاتو په دې ناسته کې ریښتنې اراده څرګنده کړي.

Senegal Fluglotsen mit US Air Force Flugzeug
انځور: Getty Images/AFP/L. Gelfand

په دې اعلامیه کې د شمالي کوریا د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د امريکا متحدو ایالاتو پر هغه وړاندیز هم نیوکه کړې ده چې ویلي يې ول چې شمالي کوریا باید نه یوازې خپل اتومي پروګرام بند کړي، بلکي دغه هیواد باید خپلې ټولې بیولوژیکي او کیمیاوي وسلې هم له منځه یوسي.

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ټینګار کړی دی چې کیم له دې وړاندي له پخوا څخه پلان شوي د دغو پوځي تمریناتو د اجرا کولو اړتیا درک کړې وه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر ناورت ویلي: «موږ به د ولسمشر ترمپ او کیم جون اون ترمنځ د ملاقات د پلان په هکله پر مخ ولاړ شو.»

بل لوري ته د جنوبي کوریا دفاع وزارت ویلي دي چې د امریکا او جنوبي کوریا ترمنځ دغه پلان شوي پوځي مانورونه به دوې اونۍ وي. په عین حال کې د جنوبي کوریا د بیرته يوځای کیدو وزارت ویاند بایک تای هون ویلي دي چې د شمالي کوریا دغه پریکړه د دواړو کوریاوو د تیرې میاشتې د هغې ناستې خلاف ده، چې پکښې د دواړو کوریا ګانو مشرانو د کوریا د ټاپو وزمه د بشپړ غیراتومي کیدو له پاره د ګډ کار او په دې سیمه کې د تلپاتې سولې د رامنځ ته کولو ژمنې کړي وې.

امریکا متحدو ایالاتو او جنوبي کوریا د «مکس تندر» په نامه دغه ګډ پوځي تمرینات د دوشنبې په ورځ پیل کړل. دواړو متحدینو ټینګار کړی دی چې دغه پوځي مانورونه عادي دي او موخه یې یوازې دفاع ده. دغه پوځي مانورونه به دوې اونۍ دوام وکړي.

د شمالي کوریا او جنوبي کوریا ترمنځ ترینګلتیا له کلونو وروسته په دې وروستیو کې کمه شوې وه. شمالي کوریا له لسیزو راهیسې پر خپل اتومي پروګرام او داسې توغندیو باندې پانګونه وکړه چې کولای شي ان امریکا متحد ایالات په نخښه کړي. د شمالي کوریا د دغو کارونو له امله د ملګرو ملتونو امنیت شورا دې ته وهڅوله شوه چې د دغه کمونیستي رژیم پر وړاندي څو ځله قطعنامې خپرې کړي او ورباندې نړیوال اقتصادي بندیزونه وضع کړي.

زموږ له آرشیف څخه: