1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«شمالي کوريا خپل د دفاع وزير اعدام کړ»

آژانسونه/ نجيب الله زيارمل۱۳۹۴ اردیبهشت ۲۳, چهارشنبه

د جنوبي کوريا استخباراتو اعلان کړی دئ، چي د شمالي کوريا د دفاع وزير د «خيانت» په تور په دافع هوا باندي ويشتل سوی او وژل سوی دئ. دغه ۶۶ کلن په پوځي جلسه کي د چرت وهلو په جرم په اعدام محکوم سوی.

https://p.dw.com/p/1FOzi
انځور: picture-alliance/dpa

د جنوبي کوريا د استخباراتو ملي اداري (NIS) د سه شنبې په ورځ له خپل پارلمان سره په يوه پټه غونډه کي اعلان کړی دئ، چي د شمالي کوريا د دفاع وزير هيون يونگ چول، د پيونگ يانگ په شمال کي په يوه پوځي اډه کي په دافع هوا سره ويشتل سول او وژل سوی دئ.

يونگ چول د شمالي کوريا له مشر کيم جونگ اون سره په يوه جلسه کي د بيدېدو په جرم محکوم سوی وو.

د رويترز خبري آژانس د راپور له مخي د شمالي کوريا د دفاع وزير اعدام د دغه هيواد د سونو انسانانو په مخکي د پيونگ يانگ قدرت ښوول دي چي د کيم جونگ اون قدرت ته په رسېدو سره نور هم دغه کارونه ډېر سوي دي.

تر اوسه لا روښانه نه ده چي د جنوبي کوريا استخباراتي سازمان دغه معلومات له کومه ترلاسه کړي دي. رويترز خبري آژانس هم تر اوسه پوري په مخامخ ډول د جنوبي کوريا راپور نه دی تائيد کړی.

د شمالي کوريا د دفاع وزير ۶۶ کلن هيون يونگ چول، چي وروستۍ وينا ئې د روان کال په اپريل مياشت کي په مسکو کي وه، د جنوبي کوريا پارلمان د استازو په خبره پر خپل رهبر باندي نيوکي کولې او کله نا کله به ئې له لارښوونو څخه سرغړونه کوله.

يونگ چول د اپريل مياشتي په وروستيو کي نيول سوی او درې ورځي وروسته بې له کومي محاکمې اعدام سوی دئ.

د جنوبي کوريا استخباراتي سازمان د اپريل مياشتي په وروستيو کي اعلان کړی وو، چي د شمالي کوريا مشر کيم جونگ اون د ۱۵ تنو لوړ پوړو حکومتي چارواکو د اعدام حکم صادر کړی دئ.

له هغه وخت (۲۰۱۱م کال) راهيسي چي کيم جونگ اون، واک ته رسېدلی دئ، د پيونگ يانگ د کمونيستي حکومت نزدې ۷۰ تنه لوړ پوړي چارواکي اعدام سوي دي.

ځيني اگاهي منابع وايي چي په دې وروستيو ورځو کي د شمالي کوريا د کورني سياست وضعيت له يوه مخه بل ډول دئ. ډير دولتي ماموران د کيم جونگ اون، پر مشرتوب باندي نيوکي کوي او هغه د دې له پاره چي خپل ځان تثبيت کړي، د وژنو بې رحمانه سياست غوره کړی دئ.

د شمالي کوريا مشر کيم جونگ اون
د شمالي کوريا مشر کيم جونگ اونانځور: Reuters/KCNA