1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا ته د ترمپ خبرداری: «زموږ زغم مه آزموئ»

۱۳۹۶ آبان ۱۷, چهارشنبه

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، شمالي کوريا ته خبرداری ورکړی چې د وسلو پروگرام به یې له «جدي خطر» سره مخامخ کړي. ترمپ شمالي او جنوبي کوريا ترمنځ سرحدي سيمې ته له سفره ډډه وکړه.

https://p.dw.com/p/2nFKT
Südkorea Seoul Trump spricht in der Nationalversammlung
انځور: Reuters/J. Ernst

ولسمشر دونالد ترمپ د سې شنبې په ورځ د (د ۲۰۱۷م کال د نوامبر د میاشتې ۷ نيټه) شمالي کوريا ته په کلکه خبرداری ورکړ چې امريکا متحده ايالات په شخړه کې ښکيدل نه غواړي خو که دغه هیواد اړ شي نو ترې وبه نه تښتي.

ده وويل: «هیله لرم نن چې زه څه شمالي کوريا ته وايم يوازې د خپل هيواد او د هغه د متحدينو  له پاره خبره ونه وکړم بلکې زه دا خبره د ټولو متمدنو ملتونو په استازيتوب کوم، هغه دا چې : موږ ته کم مه گورئ او زغم مو مه آزموئ!»

ترمپ زياته کړه چې «موږ به د خپل مشترک امنيت، شريکې سوکالۍ او سپيڅلې آزادۍ څخه دفاع وکړو».

په جنوبي کوريا کې پارلمان ته وينا پر مهال ترمپ پر ټولو دولتونو غږ وکړ چې سره يو ځای شي او د کم يونگ اون په مشرۍ د شمالي کوريا رژيم منزوي کړي او ورسره د «هر ډول مرستې او تجارت څخه ډډه وکړي».

په لهجه کې بدلون؟

د ترمپ دا څرگندونو د امريکا او شمالي کوريا ترمنځ د دوبي راهيسې د روانو دوامدارو ترنگلتياو نتيجه ده. په دې تيرو څو مياشتو کې د نړيوالو پر انتقادونو سربيره شمالي کوريا د بالستيک توغندیو آزموينو ته دوام ورکړ.

خو د سه شنبې په ورځ په سیول کې د جنوبي کوريا پارلمان ته د وينا پر مهال ترمپ متفکرانه لهجه غوره کړې وه. ده وويل: «ستاسې د ټولو ناوړه کړنو سره سره هم موږ تاسې ته د يوه ښه راتلونکي پر لور د تگ وړانديز کوو.»

China US-Präsident Donald Trump & Melania Trump | Ankunft in Peking
د جنوبي کوريا تر سفر وروسته ترمپ چين ته ورسيدانځور: Reuters/T. Peter

خو دغه راتلونکې د شمالي کوريا له خوا د اتومي وسلو له پروگرام څخه لاس پر سر کيدو ته اړتيا لري، هغه څه چې دغه هيواد څو وارې رد کړي دي. د جنوبي کوريا تر دوه ورځني سفر وروسته ترمپ تمرکز خپل بل تمځای، یعني پيکنگ ته اړولی دی. ده پر چين او روسيه غږ وکړ چې د شمالي کوريا سره تجارت ودروي او بندیزونه په بشپړه توگه عملي کړي.

ترمپ د چهار شنبې په ورځ چين ته رسيدلی هلته به له ولسمشر شي جين پينگ سره او د آسيا د خپل يولس ورځني سفر په ترڅ کې بيا وروسته په ويتنام کې د روسیې د ولسمشر ولاديمير پوتين سره هم وگوري. 

ترمپ سرحدي سيمې ته له سفر ډډه وکړه

پارلمان ته د وينا څو ساعت تر مخه ولسمشر ترمپ مجبور شو د شمالي او جنوبي کوريا ترمنځ غير پوځي سيمې ته د سفر پلان لغوه کړي. د ولسمشر الوتکه د خرابې هوا له کبله بيرته سيول ته ستنه شوې وه.

د سپينې ماڼۍ وياندې ساره هوکابي ساندرز، وويل چې سرحدي سیمې ته د ولسمشر سفر د څو مياشتې تر مخه پلان شوی وو خو د امنيتي دلايلو له کبله پټ ساتل شوی وو.