1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

شمالي کوريا بيا هم توغندي ازمويلي

۱۳۹۶ خرداد ۱۸, پنجشنبه

د جنوبي کوريا د دفاع وزارت د راپور له مخي، د دغه هيواد گاونډي شمالي کوريا يووار بيا توغندي ازمويلي. دغه به بالستيک توغندي وې چي کولای سي جنگي کښتې هدف وگرځوي.

https://p.dw.com/p/2eIb6
Nord Korea Kim Jong Un beim Test des Feststoffraketentriebwerks Pukguksong-2
انځور: picture alliance/AP Photo/Korean Central News Agency

د شمالي کوريا د توغنديو د آزموینو پر ضد د ملگرو ملتونو د امنيت شورا قطعنامې هم ظاهراً د دغه هيواد د مشرانو پر پريکړو باندي اغېزه نه کوي. د جنوبي کوريا د دفاع وزارت د راپور له مخي، پيونگ يانگ بيا هم توغندي آزمويلي دي.

احتمالاً به دغه توغندی کروز ډوله وې، چي د جنگي کښتۍ د هدف له پاره طراحي سوي دي. دغه توغندی د شمالي کوريا له ساحلي ښار ونسان څخه توغول سوي او ۲۰۰ کيلومتره واټن ئې وهلی دئ.

د تيري جمعې په ورځ د ملگرو ملتونو امنيت شورا پر شمالي کوريا باندي نور بنديزونه هم تصويب کړل.

خو پر دې قطعنامې سربيره شمالي کوريا اعلان کړی دئ چي د توغنديو پروگرام به ئې مخ پر وړاندي روان وي. امريکا متحدو ايالاتو گواښ کړی دئ، چي که شمالي کوريا خپلو کړنو ته بدلون ور نه کړي، نو ددغه هيواد پرضد به پوځي اقدام وکړي. د تيري سه شنبې په ورځ د امريکا يو اټومي اوبتل د شمالي کوريا بوسان بندر ته ورسېد.

شمالي کوريا له ۲۰۰۶م کال راهيسي پنځه واري اټومي ازمويني کړي چي وروستی ئې تيرکال وه. پيونگ يانگ دغه راز د ليري واټن ويشتونکي توغندی د پراختيا په لټه کي دی چي وکولای سي اټومي خولۍ له ځان سره انتقال او امريکا متحد ايالات په نخښه کړلای سي.